د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر اسلام پالونکی گوند اخوان المسلمین وایي، رای ورکوونکو د ملک نوی اساسي قانون چې جنجال پرې روان و، تایید کړی دی. اخوان المسلمین وویل، 64 فیصدو رای ورکوونکو د دوه ورځو رای اچوونو په جریان کې دغه مسودې ته د تایید رایې ورکړیدي.

لومړۍ دوره رای اچونې د ډسمبر په 15 مه او دویمه دوره رای اچونه پرون د شنبې په ورځ د ډسمبر په 22 تر سره شوه. د رپوټونو له قراره نږدې 32 فیصدو خلکو رایې اچولي دي.

که چیري دغه ابتدایی نتیجې تایید شي نو په دوو میاشتو کې به پارلماني انتخابات وشي.

اخوان المسلمین ، د مصر د ولسمشر محمد مرسي پخواني گوند ددې نوي اساسي قانون ملاتړ کوي. خو د مصر د لیبرال گوند غړي، سیکولر کسان او عیسویان ویریږي چې دغه اساسي قانون به مدني ازادۍ له منځه یوسي، ځکه چې د اسلامي قانون ونډه زیاتوي او د ښځو د حقوقو خبره په کې نشته .

ددغه اساسي قانون مسوده تیره میاشت هغه وخت یوې لویې اسلام پالونکی کمیټې تصویب کړه چې لیرال او عیسوي غړی ورنه ووتل، او ویې ویل چې د دوي په حقوقو سترگې پټې شویدی.
XS
SM
MD
LG