د لاس رسي وړ اتصالات

په لس ګونو زره مظاهره کونکي د مبارک د حکومت پای غواړي


په لس ګونو زره مظاهره کونکي د مبارک د حکومت پای غواړي
په لس ګونو زره مظاهره کونکي د مبارک د حکومت پای غواړي

په مصر کې نن د جمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته په لس گونو زره خلک په قاهره او ېو شمېر نورو ښارونو کې سړکونو او لارو ته راووتل او د جمهور رئیس حسنی مبارک د٣٠ کلن حکومت د ختمولو غوښتنه یې وکړه.

امنېتی ځواکونو د قاهرې په مرکزي برخو کی د حکومت پرمخالفو مظاهره کوونکو باندې د ربړي مرمېو ډزې وکړې او اوښکې بهوونکې گاز ېې پرې استعمال کړ. پولیسو ډېر کوښښ کوه چې خلک تېت او پره کړي. د مخالفو گوندونو په زرگونو ملاتړ کوونکي نن په قاهره کې د مظاهرې لپاره راټول شوی وو .

وسله وال پولیس چې په لاریو کې سپاره وو او د اوبو پاېپونه ورسره ؤ د ښار په هغو سړکونو باندې مخامخ ودرېدل چې مظاهره کوونکي په کې راټول شوي وو. د اې پي خبري اژانس وایې چې پولیسو د مصر حکومت په یوه مخکښ مخالف محمد البراعدي باندې هم اوبه وشېندلې. هغه پرون په ویانا کې د جلا وطنۍ نه بېرته خپل هېواد ته راستون شو چې د مظاهره کوونکو ملگرتیا وکړي. کله چې ښاغلي البراعدي اوملگرو یې غوښتل مارش وکړی، نو پولیسو یې لاره ونیوله.. خبری رېپوټونه وایې چې البراعدي ډېر زیات لوند خیشت شو، په داسې حال کې چې ضربتي پولېسو راگېر کړی ؤ په ېوه نږدې جومات کې یې پناه واخیستله.

په عېن وخت کې د مصر حکومت د انټرنیټ خدمات ټړلي دي.د حکومت مخالفان زیاتره ېو بل سره د تماس ساتلو لپاره د همدغې شبکې نه استفاده کوي. موبایل تلېفونونه او فېس بوک هم د کار نه غورځېدلي دي .

نن د قاهرې نه علاوه په اسکندرېه، سوېز او یو شمېر نورو ښارونو کې هم خلکو مظاهرې وکړې.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کېمون د مصر د حکومت مشرانو او مخالفانو نه وغوښتل چې د تشدد اور ته دې لمن نه وهي.

بان کېمون وویل د نړۍ مشران باور لري چې د مصر خلکو پاڅون او مظاهرې د حکومت لپاره ېوه ښه موقع برابروي چې د اولس غوښتنو ته غوږ ونیسی او مشروع شکایتونه یې رفع کړي.

له بلې خوا د مصر د حکومت ترټولو ستر مخالف گوند اخوان المسلمین وویل چې ددغه گوند پنځه وتلي مشران او د پارلمان پنځه پخواني غړي نن سهار وختې د امنیتي ځواکونو په یوه چاپه کې نېول شوي دي. که څه هم چې اخوان المسلمین په روانو مظاهرو کې برخه نه اخلي خو نن یې وویل، یو شمېر ځوانان چې د ژوند شرایط یې خراب دي او په ډېر غربت کې ژوند کوي د حکومت د استبداد پر خلاف به نن د جمعې په ورځ په مظاهرو کې گډون وکړي.

د ملگرو ملتونو د اټومي انرژۍ پخوانی رئیس او دنوبل د سولې جایزې وړونکی محمد ابراعدي چې په مصر کې د سیاسي اصلاحاتو ملاتړ کوي، پرون دخارج نه قاهرې ته ددې لپاره راستون شوی دی چې د حکومت د مخالفانو مشري په غاړه واخلي او تنظیم یې کړي.

تراوسه پوری پنځه کسان دامنیتي قواو په ډزو کې وژل شوي دي او حکومت وايي چې ٨٠٠ کسان ېې نېولی دي. مگر د بشري حقوقو طرفداران وايي چې تر اوسه پورې ٢٠٠٠ کسان نېول شوي دي.

جمهور رئیس حسني مبارک چی ٨٢ کلن دی، د مظاهرو د شروع کېدلو نه تراوسه پوری غلی دی او څه ېې نه دي وېلی.

په داسې حال کې چې امرېکا ، د حسني مبارک حکومت په سېمه کې خپل ېو ډېر نژدې ملگری گڼي، خو جمهور رئیس بارک اوباما پرون وویل چې سېاسي اصلاحات په دغه هېواد کې بېلکل لازمي دي. په ښاغلي مبارک باندې فشار ورځ په ورځ زېاتېږي چې باید خپل حکومت اصلاح کړي.

XS
SM
MD
LG