د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې سبا دویم ځلي انتخابات کېږي


په مصر کې نن د جمعې په ورځ مظاهرو ته چمتوالی نیول کېږي ځکه د دغه هېواد د سترې محکمې قاضیانو چې د پخواني ولسمشر حسن مبارک له خوا په دنده ګمارل شوي وو د اسلامي ګوند په مشرۍ پارلمان وړنګ کړ او د حسن مبارک د رژیم صدراعظم ته یې اجازه ورکړه چې د ولسمشر په ټولټاکنو کې برخه واخلي.

د مصر د سترې محکمې د پرون ورځې پریکړه د ایخوان المسلمین د ګوند له خوا سمدستي رد شوه ځکه د هغوي په وینا ددې پریکړې په لړ کې قدرت بیرته هغو کسانو ته ځي چې د حسن مبارک حکومت ته وفاداره وو.

د مصر د موقتي حکمرانانو څخه چې اوس یې مقننه قوه هم په لاس کې ده، نقل قول شوی دی چې د ایخوان المسلمین د کاندید محمد مورسي او پخواني صدراعظم احمد شفیق ترمنځ به دویم ځلي انتخابات د مهال ویش سره سم د شنبې په ورځ ترسره شي.

مورسي پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه د سترې محکمې د پریکړې احترام کوي خو وروسته یې بیا د مصر تلویزون ته وویل چې هغه د سترې محکمې د پریکړې نه راضي نه وو چې په لړ کې یې هغه قانون لغوه کړ چې د حسن مبارک د رژیم مسولین یې د حکومتي څوکۍ نه منع کول.

د امریکا د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وضیعت څاري او تمه لري چې د انتخاباتو په لړ کې واک په دیموکراتیک ډول ملکي حکومت ته وسپارل شي.

میرمن کلینټن داسي وویل: ،،د مصر د خګو په غوښتنه کې چې د ډیموکراتیک عبوری بهیر غوښتنه یې کړې ده، پر شا تګ نسته.،،

د جمهوري ریاست پخواني کاندید عبدلمونیم عبدالفتوح وویل چې هغه د چارشنبې د ورځې د هغه فرمان له کبله په اندېښنه دی چې پوځي پولیسانو ته په کښي اجازه ورکړل شوې ده چې ملکیان بندیان کړي. ځیني انتقاد کونکي وايي چې دغه فرمان په اصل کې د مصر ټولنه تر نظامي حکمرانۍ لاندي راولي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن د مصر د راتلونکو دویم ځلي انتخاباتو په هکله داسي وویل:،،مونږ تمه لرو چې د را روانې شنبې د ورځې انتخابات به په یوې سوله ایزې، عادلانه او شفافې فضا کې پرانیستل شي او د مصر د ملي نظامي شورا ژمنې به په کښي پرځای شي چې د مصر د خلګو سره یې کړي وې،،

XS
SM
MD
LG