د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د انتخاباتو د نتیجو اعلان وځنډید


د مصر د انتخاباتو کمیسیون وایي چي د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو اعلانول یې چي ټاکل شوې وه نن دا کار وسي، ځکه ځنډولي دي چي ددواړو کاندیدانو له خوا په هغو غوښتنو باندي غور کوي چي په انتخاباتو کی د ټګیو برګیو په هکله ورته را رسیدلي دي.

دغه کمیسیون پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي څارونکي او حکمان تر اوسه لا هم په هغو تقریبا ۴٠٠ شکایتونو باندي غور کوي چي په انتخاباتي مبارزې باندي د تیري او د هغې د نه مراعاتولو له کبله شوي دي.

په دې اړه چي په دې انتخاباتو کي دي ګټونکی معرفي شي لا تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل سوې.

د انتخاباتو په هکله ددې جنجال نه علاوه یوه بله مهمه موضوع د ٨۴ کلن را پرځول شوي جمهوررئیس حسنی مبارک د صحي روغتیا مساله ده .

د مصر دولتي خبري آژانس ویلي دي چي مبارک مرګ ته نژدې دی او د تنفسي آلې په وسیله ژوندی ساتل سوی دی. هغه په قاهره کي د زندان له روغتون نه یوه نظامي روغتون ته انتقال سوی دی.

امنیتي چارواکو پرون وویل چي دغه راپرځول سوی مشر د کوما په حال کي دی. مګر د نیویارک ټایمز ورځپاڼي د ښاغلي مبارک د یوه مدافع وکیل له قوله ویلي دي چي هغه فقط د زندان په تشناب کي را لویدلی و

XS
SM
MD
LG