د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبرال ګوند وایي امریکا د مصر د انتخاباتو په نتیجو کې لاسوهنه کوي


د مصر لیبرال ګوندونه وایي چې امریکا کوښښ کوي چې د حسنې مبارک د واکمنۍ نه وروسته د لومړنیو انتخاباتو په نتیجو کې لاس وهنه وکړي. هغوي د واشنګټن نه غوښتلي دي چې دا کار دې بند کړي.

لیبرال ګوندونو همدارنګه د اخوان الملسمین په ګوند باندې تور لګولی چې غواړي د هغوي په قول انقلاب وتښتوي.

د لیبرال ګوندونو دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ په پارلیمان کې پداسې حال کې کړیدي چې په عین وخت کې د اخوان السملمین او د حسنې مبارک د واکمنۍ پر وخت د سیاستوال تر منځ د دویم ځلي انتخاباتو پر سر جنجال روان دی.

دواړو یې د انتتخاباتو د ګټلو ادعا کړیده او د مصر د انتخاباتو کمیسون په همدې خاطر د انتخاباتو د نتیجو اعلانول وځنډول.

د لیبرال ګوندونو همدارنګه په امریکا باندې تور لګولی چې د مصر په واکمنې پوځي شورا باندې اچوي چې واک د اخوان المسلمین ګوند ته وسپاري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د چارشبنې په ورځ د پوځ نه وغوښتل چې د قدرت په سپارلو سره دې د دیموکراتیک بدلون ملاتړ دې وکړي.

بل پلو:

په مصر کې په داسې حال کی تاوتریخوالی زیات شویدی چې د انتخاباتو مامورین تیاری نیسي چې د ملک د دویم واري جنجالي انتخاباتو رسمی نتیجی سبا ته اعلان کړی.

د مصر د انتخاباتو د کمسیون عمومی منشې باګتو نن وویل ددغه کمسیون ریس فاروق سلطان به سبا په محلی وخت د ماسپښین په درې بجو نتیجې اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG