د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر په چاودنه کې ۲۱ کسه وژل شوي


د مصر په چاودنه کې ۲۱ کسه وژل شوي
د مصر په چاودنه کې ۲۱ کسه وژل شوي

د مصر جمهور رېس حسنی مبارک واېې چی دهېواد مسلمانان او نصرانېان باېد په خپل منځ کی مخالفت شروع نه کړي.

پرون په مصر کې دبم د ېوې سختې چاودنې له امله چې سهار وختي د مصر په شمالي ښار ( سکندریې ) کي دقبطېانو په یوه کلیسا کي وشوه ، ٢١ کسه ووژل شول او د٨٠ نه ېې زېات کسان زخمیان شول.

مصري ماموران واېې شاید دا چاودنه یوه ځانمرگه کړې وي او خپل ځان به ېې پېاده کلیسا ته رسولی وي.

مخکې مصري چارواکو ویلي ؤ چي په کلېسا کې د موټربم چاودنه شوې ده.

جمهور رېس مبارک ووېل چې په حمله کی خارجېان لاس لري ، مسلمانان او قبطې نصرانېان باېد خپل ملي وحدت خوندي وساتي.

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما پرون دغه حمله وغندله.

جمهوررئیس حسني مبارک د وژل شوو کسانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړې ده.

پرونۍ چاودنه په داسي حال کی وشوه چي قبطیان د نوي مېلادي کال د رارسیدو په خاطر ېوې کلیسا ته د عبادت د پاره ورغلي وو.

تر اوسه پوري لا هېچا نه دي ویلي چي دغه چاودنه ېې کړی ده. د بم دچاودنې نه وروسته د عیسویانو او مسلمانانو تر منځ شخړي او جگړې شروع شوي .

په عراق کې دالقاعدې ېوې طرفدارې ډلې په بغداد کی دعېسوېانو په کلېساگانو باندې دڅو حملو مسوولېت قبول کړی ؤ او دخپل عمل لپاره ېې دا جواز وړاندی کړی ؤ چی په مصر کی دهغو دوو عېسوئ مېرمنو سره ډېره ناروا روېه وشوه چې اسلام ېې قبول کړی ؤ.

القاعده واېې چی دواړه مسلمانې شوې مېرمنې دمصر عېسوېانو په زور قېد کړي دي او غواړي چی سزا ورکړی،چی ولی ېې د اسلام دېن ومنه . په مصر او عراق دواړو کی دمسلمانانو او عېسوېانوپه منځ کی تشنج دالقاعدې دگواښونو په تعقېب زېات شوی دی.

XS
SM
MD
LG