د لاس رسي وړ اتصالات

مصر په لیبیا کې د نړېوالې پوځي مداخلې غوښتنه وکړه


السیسی د مصري عیسویانو په غچ کې، پر تندلارو د بمبارۍ امر وکړ
السیسی د مصري عیسویانو په غچ کې، پر تندلارو د بمبارۍ امر وکړ

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي نن د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا وغوښتل چې په لیبیا کې دې د نړېوالې پوځي مداخلې لپاره باید یو پریکړه لیک صادر کړي.

ښاغلي السیسي دا غوښتنه، یوه ورځ وروسته له هغې مطرح کړه چې ځواکونو یې د یو ویشتو قبطي عیسویانو د وژنې په غچ کې، د لیبیا پر یو ختیز بندري ښار بمباري وکړه.

وروسته له هغه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې منسوبو تندلارو د مصر د یوویشتو قبطي عیسویانو سرونه غوڅ کړل او د دې عمل ویډیو یې خپره کړه، مصري الوتکو پرون د لیبیا په درنه نومي بندري ښار کې د اسلامي دولت د ډلې د پلویانو مورچلونه بمبارد کړ.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د فرانسې له یوروپ ون راډیو سره په مرکې کې وویل چې د لیبیا د خلکو او حکومت غوښتنې ته په کتلو سره، بله چاره نه وه.

پوځي چارواکو دا هم ویلي چې پر درنه ښار د مصري ځواکونو په بمبارۍ کې، د لیبیا د هغه حکومت ځواکونو چې په نړېواله کچه په رسمیت پیژندل کیږي، هم برخه اخیستې ده. خو په لیبیا کې د تندلارو په ملاتړ یو موازي حکومت هم شته چې د هغه حکومت چارواکو بیا دا بمباري غندلې او هغه یې د لیبیا پر ملي واکمنۍ، تیری بللی دی.

د دې حکومت صدراعظم عمر الحاسي له ملگرو ملتونو او له نړېوالې ټولنې وغوښتل چې په لیبیا کې دې د مصر د لانورو هوایي بریدونو مخه ونیسي.

یاده دې وي چې د لیبیا موازي حکومت ملاتړي یواځې تندلاري دي او دا حکومت په نړېواله کچه په رسمیت نه پیژندل کیږی.

په وروستیو میاشتو کې، په لیبیا کې اوضاع سخته نارامه ده او د اسلامي دولت ډلې ته وفاداره افراطیانو د درنه او سرت ښارونه پخپلې قبضې کې راوستلي دي.

د حزب الله غبرگون

په لبنان کې د حزب الله په نامه د تندلارې شیعه ډلې مشر حسن نصرالله هم د اسلامي دولت پر ډلې سختې نیوکې کړي او د مصري قبطي عیسویانو وژنه یې په سختو ټکیو غندلې ده.

نصرالله د یوویشتو قبطي عیسویانو وژنه، یو د کرکې وړ جنایت بللی دی. هغه پرون په بیروت کې خپلو سلگونو لارویانو ته په وینا کې وویل چې د اسراییل، امریکا، او بریتانیې استخبارات د داعش ترشاه ولاړ دي او داعش د اسراییل په گټه فعالیت کوي.

د حزب الله د ډلې مشر زیاته کړه چې اسراییل یواځینی هېواد دی چې د داعش له کړو وړو نه دی اغیزمن شوی، او اسراییل هغه ډله ځان ته کوم گواښ نه گڼي. حسن نصرالله د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د داعش پروړاندې دې یولاس شي.

د جاپان نوې ژمنه

جاپان نن اعلان وکړ چې د منځني ختیځ او افریقا هغو هېوادونو ته چې د اسلامي دولت له ډلې سره په جگړه کې دي، پنځلس نیم میلیونه ډالره مرسته کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر فومیو کیشیدا وویل چې د افراطیت پرضد د مبارزې په لاره کې یې لومړنۍ مرستې، د برمته شویو جاپانیانو له وژل کېدو مخکې پیل شوې وې او دا مرستې به په راتلونکې کې هم ادامه ولري.

یاده دې وي چې د جاپان د دغې مرستې نور جزییات به، د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د پنجشنبې په ورځ، د ترور ضد نړېوال کنفرانس په ترڅ کې، په واشنگټن کې واضح کړي.

احمد فؤاد لامع

XS
SM
MD
LG