د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د اسرائیلو په سفارت د مظاهره چیانو برید


په مصر کې د اسرائیلو په سفارت د مظاهره چیانو برید

په مصر کې د اسرائیلو په سفارت د مظاهره چیانو برید

د مصر امنیتي قواو ته نن د شنبې په ورځ وروسته له هغه د تیارسئ امر ورکړه شو چي مظاهره چیانو په قاهره کی د اسرائیلو په سفارت باندي حمله وکړه.

د مصر حکومت هم ددې بحران په هکله یوه غونډه وکړه.

مظاهره چیان د جمعې په ورځ د لاري په اوږدو کی د اچول شوو خنډونو نه واوښتل او سفارت ته یې ځانونه ورسول. هغوي په سفارت ور ننوتل او ددفترونو نه یې اسناد را وایستل او دباندي یې وغورځول. د مصر امنیتي قواو د مظاهره چیانو ددې کار مخنیوی ونه کړ.

مگر د مصر حکومت وویل چي په همدې شپه د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ په شخړو کي لږ تر لږه درې کسه وژل شوي او څه د پاسه یو زرتنه زخمي شوي دي.

د اسرائیلو په سفارت باندي د مظاهره چیاو ددې حملې په وجه سفیر ( ازهاک لیوانان ) ، د هغه کورنۍ او د سفارت ٨٠ تنه غړي مجبور سول چي د سفارت نه وتښتي او هوایي میدان ته ولاړ شی او د مصر نه ووځي. هغوي اسرائیلو ته نن وختي ځانونه رسولي دي.

د اسرائیلو مامورینو وویل چي د مصر کوماندو عسکرو نور شپږ کسه چی په سفارت کي بند پاته وو هم را ایستلي دي.

د اسرائیلو حکومت وویل چي په مصر کي یې د خپل سفیر مرستیال هلته پرې ایښی دی چي دیپلوماتیک تماس وساتي. اسرائیلو که څه هم چي د مصر د حکومت نه مننه وکړه چي په دې پېښه کي یې مرسته وکړه، مگر هغه یې د نړۍ والو اصولو نه سرغړونه وبلله.

XS
SM
MD
LG