د لاس رسي وړ اتصالات

حسني مبارک د اسرائیلو او فلسطیني مشرانو سره کتلي


د مصر جمهوررئیس حسني مبارک په قاهره کې د اسرائیلو او فلسطیني مشرانو او په منځني ختیځ کې د امریکا د استازي سره په جلا جلا ډول وکتل.

د یکشنبې د کتنو هدف دادی چې دواړه خواوې د مستقیمو خبرو د پیل لپاره وهڅوي.

اسوشیتډ پرس د مصر د بهرنیو چارو د وزیر احمد ابول غیت وايي ددې حرکت هغه اساس هم نشته دی چې د غیر مستقیم نه مستقېمو خبرو ته پام واوړي.

د فلسطین جمهوررئیس محمود عباس ویلي دي چې تر هغه وخته پورې مستقیمو خبرو ته غاړه نه ږدي ترڅو د پولو، امنیت او د اسرائیلي کورونو په اړه څه پرمختگ منځ ته را نشي.

خو دا سرائیلو صدراعظم ناتان یا هو ویلي دي چې غواړي مستقیمو خبرو خواته روان شي. هاخوا د امریکا استازی جورج میشل په سیمه کې دی او د عباس او ناتان یاهو ترمنځ غیر مستقیمې خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG