د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر جیټ الوتکو په لېبیا کې هواېي برېدونه کړي


د مصرد هواېي قواو جیټ الوتکو پرون د جمعې په ورځ له هفو وسله والو نه د غچ اخیستلو لپاره د جمعې په ورځ په لېبیا کې هواېي برېدونه وکړل چې گومان کیږي د پنجشنبې په ورځ ېي د مصري قبطېانو د سپرلۍ په موټر په ېوې مرگانۍ حملې کې لاس درلوده. د مصري چارواکو په وېنا وسله وال په هغو مرکزونو کې روزل شوي وو چې هواېي بمباري پرې وشوه.

د مصر جمهوررئیس عبدالفتاح السیسي خبرېالانو ته ووېل چې "ېوه سخته او دردناکه ځوابي حمله د وسله والو پرمرکزونو وشوه."

د وژل شوو کسانو شمېر ٢٨ ته رسېدلی دی. دا په تېرو درېو مېاشتو کې دریمه وژونکې حمله وه چې د مصر په قبطي عیسوېانو باندې وشوه. پنځه وېشت تنه رزخمېان شوي دي. تراوسه پورې هېچا د دې حملې مسؤلیت قبول کړې نه دی خو فکر کیږي چې حمله د اسلامي دولت ېا داعش د مصر څانگې کړې وي.

قبطېانو د (مېنېا) د ولایت دSaint Samuel صومعې ته په ېوه سرویس موټرکې سفرکاوه چې تقریبا لسو ټوپک والاو چې مخونه ېي پټ وو له قاهرې نه ٣٢٠ کېلومټره لیرې په لاره کې پرې ډزې وکړی.

په منځني ختیځ کې تر ټولو زېات قبطي عیسوېان په مصرکې اباد دي خو په دې وروستیو وختونو کې پرې د داعش حملې زېاتی شوي.

XS
SM
MD
LG