د لاس رسي وړ اتصالات

د الجزیرې د خبریالانو د نیول کېدو په هکله نړیوال غبرګون


د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې خبریالانو د مصري چارواکو له لورې د یو شمېر ژورنالستانو د نیولو او په تروریستي فعالیتونو یې د تورنولو له کبله ، قهر او غوصه څرګنده کړې.له نیول شوو خبریالانو سره د ملاتړ او پیوستون لاریونونه پرغزې،موریتانیا او یمن سربېره ،په ډېرو لویدیځو هېوادونو کې شوي دي.

متحدوایالتونو پر مصر فشار راوړی چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره ازاد کړي.

په دې اړه ، جعفر هاند د امریکا غږ د خبریالې زلاتیکا هوک راپور پښتو ته اړولی دی.

مصري الاصله کاناډايی محمد فهمي، اسټرالیايی خبریال پېټر ګریست او بل مصری خبریال بهار محمد، د ۲۰۱۳ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه په قاهره کې ،الجزېرې تلویزون ته د تاوتریخوالي د راپور ورکولو پر مهال ونیول شول.

مصري چارواکو دغه خبریالان له یوې ترهګرې ډلې سره په تړاو او د دغې ډلې په ملاتړ تورن کړي دي خو، د د دغو ژورنالستانو په ملاتړ نور قهریدلي خبریالان، د مصري چارواکو دغه تورونه، پر ژورنالیزم یو ګوزار بولي.

اندرو توماس د اسټرالیا په سډني ښار کې د الجزېرې خبریال دی. نوموړی داسي وايي،،
دا یوازې پر دریو خبریالانو برید نه دی، بلکې پر ټول ژورنالیزم برید دی. لکه څنګه چې موږ په خپلو کمیسونو او ځړیدلو لوحو کې لیکلي، ژورنالیزم جرم نه دی،،.

مصري چارواکي وايي د دغو خبریالانو نیول د اخوان المسلمین اسلامپالې ډلې د فعالیتونو د مخنيوی او بندولو یوه برخه ده. د اخوان المسلمین ډله له واکه د لېرې کړل شوي ولسمشر محمد المرسي ملاتړې ده. دغې ډلې واک ته د ښاغلي مرسې د بېرته راتګ لپاره ګڼې مظاهرې وکړې.

د ترکي رسنیو د شورا غړی نامیک کوکاک وايي، خبریالانو ته کله ناکله د یوه ګواښ په سترګه کتل کیږي. هغه داسي وايي ،،خبریالانو ته داسې کتل کیږي چې ګنې دوی طرف او لوری دي، خو موږ طرف او لوری نه یو.موږ سړکونو، لارو او کوڅو ته راوځو چې په خپلواک او ناپيېلي ډول، خلکو ته خبرونه ورسوو. خبریالي خطرناکه دندنه ده، داسې خلک شته چې د خبریالانو ژوند او روغتیا په خطر کې اچوي،،.

الحزیرې د خپلو خبریالانو د آزادیدو دپاره نړیوال غږ پورته کړی دی

الجزیرې د خپلو خبریالانو د ازادولو لپاره، په نړیواله کچه د مرستې غږ کړی دی، چې د الجزېرې د عامه اړیکو د مشر اسامه السعید په خبره، دغې غوښتنې ته په پراخ ډول مثبت ځواب ویل شوی دی. هغه داسي وویل ،،موږ ګورو چې له تېرو څو اونیو راهېسې په نړیواله کچه پراخ ملاتړ روان دی چې مصري چارواکي زموږ خبریالان له بنده ازاد کړي.د نړۍ له ۳۰ په ډېرو هېوادونو کې غونډې کیږي او دهغوی د ازادولو غوښتنې کیږي،،.

متحدو ایالتونو په وار وار له نورو حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو ساتنه او زیان رسوونکو ته یې سزاوې ورکړي.

د سپېنې ماڼۍ ویاند جي کارني پر قاهرې غږ وکړ چې نیول شوي ژورنالستان دې بېرته پرېږدي. نوموړي داسي وویل ،،موږ په مصر کې د بیان او مطبوعاتو د ازادۍ د کموالي له اړخه ډېر خواشېني یو.د حکومت له لورې د پوښتنو وړ یو لړ ادعاوو په اساس، د خبریالانو او نورو خلکو په نښه کول غلط دي، دا اساسي حقونو او ازادۍ ته نه پاملرنه او بې غوري په ګوته کوي.،،

ټول خبریالان، له دې پرته چې له کومې ادارې سره کار کوي، باید له هر ډول برید، تاوتریخوالي او فشار څخه خوندي وي.

دا مهال خبریالي په نړۍ کې یو خطرناک مسلک بلل کیږي، د خبریالانو مدافعه کمېټه وايي، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه د رسنیو ۷۰ کارکوونکي وژل شوي چې ډیر یې په سوريه کې و.
پر دې سربېره، په جګړه اییزو سیمو کې، ډيری هغه خبریالان چې د واک پر ګدۍ ناستو خلکو او سازمانونو باندې یې انتقادي لیکنې کړي، نیول شوي، پوښتل شوي ځورول شوي ربړول شوي او ان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG