د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر نظامي شورا د ګډوډۍ پرضد اخظار ورکړی


د مصر حاکمې نظامي شورا نن د جمعې په ورځ ددغه هېواد د جمهوري ریاست پر کاندیدانو تور ولګوی چې مخکي د مخکي یې د بریالیتوب اعلانونه وکړل او په دغه هېواد کې یې اندېښنو ته لمن ووهله.دا په داسي حال کې ده چې د مصر د تحریر په څلور لاره کې په زرګونو مظاهره کونکي چې ډیری یې اسلامي لاریون کونکي دي راغونډ شوي دي او د مصر د موقتي نظامي حکمرانانو له خوا د قدرت غصب غندي. دوي پر مصري چارواکو باندي غږ کړی دی چې د تیرې اونۍ د دویم ځلي انتخاباتو معطل شوي نتایج دي اعلان کړي.

د پوځ د جمعې د ورځې په بیانیه کې د دویم ځلي انتخاباتو غیر رسمي نتایج د توجه وړ ونه بلل او وېویل چې دغو غیر رسمي نتایجو د هېواد په سیاسي بهیر کې مغشوش حالت او نفاق رابرسیره کړی دی.

دغې شورا خبرداری ورکړی دی چې د هر هغې هڅې پرضد به جدي اقدام وکړي چي د خلګو ملکیتونو او عامه نظم ته په کښي زیان ورسېږي.

دواړه محمد مورسي او پخوان لومړی وزیر احمد شفیق د بریا اعلان کړی دی او د دواړو کاندیدانو پلویانو ګواښ کړی دی چې که چیري یې کاندید بایلونکی اعلان شي نو غبرګون به وښيي.

د مصر د ایخوان المسلمین ګوند چارواکو د عامو خلګو او نظامي شورا ترمنځ د نښتو خبرداری ورکړی دی که چیري د دوي کاندید محمد مورسي په ټولټاکنو کې بریالی اعلان نشي.

ټاکل شوې وه چې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو نتایج اعلان کړي وای خو دغه کمیسون وايي چې لا زیات وخت ته اړتیا لري چې د دواړو کاندیدانو له خوا د غبن او درغلۍ ادعاګانې وڅیړي.

د مصر د مینا خبري آژانس ریپوټ ورکړی دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ښايي ځنډېدلي نتایج د شنبې یا یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG