د لاس رسي وړ اتصالات

ولس ته د مصر د نوي جمهور رئیس ژمنې


السیسی د مصر اتم جمهور رئیس گڼل کیږي
السیسی د مصر اتم جمهور رئیس گڼل کیږي
د مصر نوي منتخب جمهور رئیس عبدالفتاح السیسی د لوړی تر مراسمو وروسته ملت ته د وینا په ترڅ کې پر خپلو خلکو غږ وکړ چې په هغه هیواد کې د کلونو کلونو بغاوت او تاوتریخوالي نه وروسته د یوې باثباته راتلونکې دپاره وهڅیږي.

د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السیسي د مصر د نوي جمهور رئیس په توگه لوړه وکړه. دا مراسم د مصر په ټاکنو کې د بري تر اعلان وروسته چې هیڅکله ورباندی شک هم نه و موجود، تر سره شول.

ښاغلي السیسي د لوړې په مراسمو کې وویل: «زه په خدای قسم یادوم چې د هیواد د جمهوري نظام ساتنه او د اساسي قانون درناوی به کوم او په بشپړه توگه به د خپلو خلکو گټی او د هیواد خپلواکي خوندی وساتم. ترڅنگ به یی د ملت یووالی او امنیت هم خوندي ساتم.»

د یکشنبې په ورځ د قاهرې په سترې محکمې کې ددې ژمنو په تکراریدو سره د مصر په سیاست کې نوی فصل پیل شو. بهر د ښاغلي السیسي ملاتړي د تحریر په څلورلارې کې خوشحالۍ ونمانځلې.

د ښاغلي سیسي یو ملاتړی وايي: « ښاغلي السیسي ته نن د هغه د وفادارۍ د لوړې مبارکي وايم. خدای دې دا کال مونږ او ټولو مصریانوته د خوشحالۍ په کال بدل کړي. هیله لرم چې خدای مو د تیر وضعیت نه وساتي او مونږ به هم ښه خلک اوسو. که خدای وغواړي نو لکه څنگه چې هغه وویل مونږ به د مدنیت د مور مقام بیا تر لاسه کړو.»

د بري غبرګون

ښاغلی السیسي یو کال مخکې د مصر د پخواني جمهوررئیس محمد مرسي له پرځولو نه وروسته واک ته ورسید. السیسی د مرسي په وخت کې د پوځ مشر و. د محمد مرسي ملاتړي غورځنگ، اخوان المسلمین د دې ټاکنو سره خپله مقاطعه اعلان کړه. له همدی امله د پوځي حکومت له خوانه سخت وټکول شول.

نوی جمهوررئیس په هیواد کې د تاوتریخوالي د مخنیوي او مات گوډ، ویجاړ اقتصاد تر څنگ د راز راز ستونزو سره مخامخ دی. د ښاغلي السیسي اکثر مخالفین، د پخواني جمهوررئیس حسني مبارک د دوران په شان، په هیواد کې د استبدادي نظام د بیرته راتگ څخه ویره لري.

ښاغلي السیسي د حسني مبارک د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو د ادارې مشري په غاړه درلوده. ښاغلی سیسي پنځم مصری جمهور رئیس دی چې د پوځ د مشرتوب له لارې د جمهوري ریاست مقام ته رسیږي.

دا گزارش په پوره ډول دلته کتلی شئ:
ولس ته د مصر د نوي جمهور رئیس ژمنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00
XS
SM
MD
LG