د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د مصر په برخه کې د سختو پریکړو سره مخ ده


وروسته له هغه نه چې د مصر پوځ د چارشنبې په ورځ ددغه هیواد ولسمشر د واک څخه راوپرځوی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مصر په مسلې کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په تنظیمولو کې د سختو پریکړو سره مخ دی. سپینه ماڼۍ اوس دا ارزیابي کوي چې څنګه په مصر کې د ثبات او ‌ډیموکراسۍ ترمنځ انډول پیدا کړي او د دواړو دپاره کار وسي.

د مصر ټولنه د راپرځول شوي ولسمشر محمد مورسي د پلویانو او مخالفینو ترمنځ ویشل شوې ده. د اخوان المسلمین د ګوند غړي وايي چې د پوځ اقدام چې د محمد مورسي حکومت یې وړنګ کړ یو غیر قانوني اقدام وو او دا چي دوي به د پوځ په مشري د هیڅ ډول سیاسي بهیر سره یوځای نشي خو په عین حال کې داسي مصریان هم ډیر دي چې د مرسي د ایسته کېدو له وجې خوشحاله دي.


د ولسمشر اوباما حکومت اوس پر دې کار کوي چې څنګه مصر ته یو داسي حالت راسي چې هم په کښي د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ اصول رعایت سي او هم دغه هېواد ته سوله او ثبات راشي.

د جمعې په ورځ د مرسي پلویان د جمعې د لمانځه وروسته لارو کوڅو ته راووتل او ټول یې شمیر ته سترګي په لار وو چې آیا اخوان المسلمین اوس هم د ۲۰۱۱ کال په څیر د خلګو ملاتړ د ځان سره لري او که نه—هغه ملاتړ چې دغه ګوند یې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د بریالتوب غونډۍ ته پورته کړ.

د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي د طرفدارانو او مخالفنیو ترمنځ د قاهرې او الکساندریې د ښارونو په لارو کوڅو کې د جمعې په ماښام نښتې وشوې چې لږ تر لږه ۳۰ کسه په کښي ووژل شول. اوس وضع نسبتا آرامه خو د اندېښنې وړ ده.

د محمد مرسي یو طرفداره سباح سکري داسي وايي: ،،هغه څه چې وشول یوه نظامي کودتاه وه او د ولسمشر په چارو کې لاسوهنه وه چې په لړ کې یې د مصر انقلاب غلا سو.،،

د یادونې وړ ده چې پوځ د چارشنبې په ورځ ددغه هېواد نوی اساسي قانون معطله کړ او محمد مرسي او نور مشران یې ونیول.
پوځ وايي چې حکومت یې ځکه وړنک کړ چې د خلګو د پاڅون خطر یې حس کړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چارشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې بیانیې کې د مصر د پوځ د اقدام په غبرګون کې ژوره اندېښنه څرګنده کړه. ولسمشر اوباما د پوځ څخه وغوښتل چې واک دي ژر تر ژره یوه ډیموکرات او منتخب ملکي حکومت ته وسپاري.

د ولسمشر اوباما بیانیې ته ځینو دچارو کارپوهانو په داسي نظر وکتل چې ګوني هغه د ولسمشر مرسي پر راپرځولو نیوکه کوي خو د امریکا د حکومت د لوړ پوړو چارواکو د لیدو کاتو او ټلفوني تماسونه څخه داسي وبرېښیدل چې امریکا مصر او د امریکا نورو متحدینو ته اشاره ورسولې چې ګوني سپینې ماڼۍ د پوځ اقدام تاییدوي.

مصر د واشنګټن د تحلیل کونکو له آنده

په واشنګټن کې تحلیل کونکو د حکومت ته توصیه کړې چې د مصر سره په اړیکو کې د مصر د پوځ پلوي تر ټولو مصونه لاره ده خو د ستراتيژیکو مطالعاتو د مرکز د مینځني ختیځ د برخې د مطالعاتو مسول جان الترمن بیا وايي چې امریکا ته په کار ده چې د مصر د ټول سیاسي بهیر سره کار وکړي.،،زه فکر کوم چې مونږ دي د پوځ سره اړیکې ولرو خو مونږ ته په کار ده چې د مصر د سوداګرو، علمي طبقې او ددغه هیواد د ولایتي چارواکو او نورو سره ژورې اړیکې ولرو ځکه د مصر سیاست به د راتلونکو څو کلونو د پاره د تغییر په حال کې وي.،،

د یادونې وړ ده چې ولسمشر اوباما په خپله بیانیې کې د کودتاه د کلمې د استفاده کولو څخه ډډه وکړه ځکه امریکا هر کال مصر ته ۱،۵ میلیارده ډالره مرسته ورکوي چې اکثره یې نظامي مرسته ده او د قانون له مخې که د کوم هیواد پوځ کودتاه وکړي نو امریکا باید خپلې مرستې پر هغه هېواد بندې کړي.

خو د ستراتيزیکو مطالعاتو د مرکز څخه ښاغلی الترمن بیا وايي چې د کانګرس غړي به د مصر په برخه کې چې یوه ځانګړې قضیه ده، د یادشوي قانون د محتویاتو سره ګذاره وکړي. ،،منطقي ځواب به دا وي چې د امریکا ګټې په نظر کې وساتل شي، د مصر د حکومت او پوځ سره د امریکا اړیکې په پام کې وساتل شي او زه فکر کوم چې په کانګرس کې به داسي قضاوت وشي چې د مصر او امریکا ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې نشي.،،

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي ایډ رویس او ددغه کمېټې جګپوړي دیموکرات الیات انجیل یوه ګډه بیانیه خپره کړې او داسي برداشت ځیني کېږي چې ګوني دوي فکر کوي چې د مرسي د تګ وخت راغلی وو خو نوموړو د مصر د پوځ څخه غوښتي دي چې په روان بهیر کې دي د نهایت احتیاط څخه کار واخلي او د ولسوالکۍ رېښتینې نهادونه دي حمایت کړي.

په کابل او استانبول کې د مرسي په هکله غبرګون څه دی؟

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ په کابل او استانبول کې هم د مصر راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي په طرفدارۍ مظاهرې وشوې. مظاهرې سوله ایزې وې او د جمعې د لمانځه وروسته وشوې. په ترکیې کې د مظاهره کونکو سره داسي شعارونه وو چې د اسلامي تحریک مخه نشي نیول کېدی. مظاهره کونکو د مرسي تصویرونه او د مصر بیرغ یې ګرځوی. په کابل کې هم مظاهره کونکو داسي لوحې ګرځولې چې ول ،،مونږ غواړو چې مرسي بیرته راوستل شي.،،
XS
SM
MD
LG