د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر محکمې مرسي ته د مرګ سزا تائید کړه


محمد مرسي له واکه د پخواني ولسمشر حسن مبارک له ګوښه کېدو وروسته، د ازادو انتخاباتو له لارې د مصر ولسمشر شو.
محمد مرسي له واکه د پخواني ولسمشر حسن مبارک له ګوښه کېدو وروسته، د ازادو انتخاباتو له لارې د مصر ولسمشر شو.

په مصر کې یوې بلې محکمې هم د دغه هېواد پر پخواني ولسمشر محمد مرسي باندې د اعدام سزا تائید کړه.

ښاغلی مرسي په ۲۰۱۱ کال کې د زندان په ماتولو تورن دی چې د مصري چارواکو په وینا ډېر مجرمین ترې وتښتېدل.

محکمې له ښاغلي مرسي سره یو ځای د اخوان المسلیمن د ګوند مشر محمد بدیع هم په مرګ او د دغه ګوند ۱۰۰ نور مشران یې د عمر بند په سزا محکوم کړل.

همدغې محکمې د تېرې سه شنبې په ورځ محمد مرسي د فلسطین د حماس ډلې په ګډون له بهرنیو ډلو ټپلو سره د مرستو په تور، په عمر بند سزا محکوم کړی و.

محمد مرسي په ۲۰۱۳ کال د پوځ له لوري د ولسمشرۍ له څوکۍ راښکته کړل شو او زندان ته واستول شو.

اوس د هغه پر ځای دغه هېواد پخواني پوځي مشر عبدالفتاح السیسي ولسمشر دی.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې حکومت پر ښاغلي مرسي بېلا بېل تورونه لګولي دي، چې ښايي هدف یې د اخوان المسلیمن د ګوند لا ځپل وي.

څه موده وړاندې یوې بلې محکمې هم ښاغلي مرسي ته د مرګ سزا اورولې وه، چې د امریکا په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو او ټولنو وغندله.

د یادولو دي چې د محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او محکومان کولی شي چې د بلې محکمې غوښتنه هم وکړه.

محمد مرسي څو کاله وړاندې له واکه د پخواني ولسمشر حسن مبارک له ګوښه کېدو وروسته، د ازادو انتخاباتو له لارې د مصر ولسمشر شو.

XS
SM
MD
LG