د لاس رسي وړ اتصالات

محمدالبرادي د مصر د ولسمشر مرستیال شو


Egypt New Cabinate
Egypt New Cabinate
د مصر موقت دولت چې پوځ یې تر شا ولاړ دی محمد البرادي ته یې د ولسمشر د مرستیال په توګه سوګند ورکړ او په امریکا کې یې د مصر یوه پخواني سفیر ته د بهرنیو چارو د وزارت وړاندیز کړیدی.

ښاغلي البرادي د یکشنبې په ورځ د مصر د مرستیال ولسمشر سوګند واخیستی. د سوګند مراسم د مصر موقت ولسمشر عدلي منصور ترسره کړل. البرادي د ملګرو ملتو د اټمي وسلو د څارنې د ادارې پخوانی مشر او د سولې د نوبل د جایزې وړونکی دی.

په دې وروستیو کې البرادي د هغه ایتلاف مشر هم وه چې د مصر دلېرې کړی شوي ولسمشر محمد مرسي خلاف یې د ولسي احتجاج مشري کوله.


بلخوا په امریکا کې د مصر پخواني سفیر نبیل فهمي ویلي چې هغه د مصر د بهرنیو چارو د وزیر مقام قبول کړیدی.
XS
SM
MD
LG