د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر اخوانیانو نوی ګوند اعلان کړ


د مصر اخوانیانو نوی ګوند اعلان کړ

د مصر اخوانیانو نوی ګوند اعلان کړ

د مصر اخوان المسلمین ګوند چې یو وخت غیر قانوني اعلان شوی و، د یو نوي سیاسي ګوند د جوړیدو اعلان وکړ چې وايي، د سپتمبر په میاشت کې به د پارلمان د نیمايي څوکیو لپاره انتخاباتي مبارزه وکړي.

یو نطاق دشنبی په ورځ د آزادی او عدل د یوې مدنې ډلی په حیث یاده کړه چې اسلامی بنیاد لري.

د اخوان المسلمین ګوند په تیر وخت کې مستقل کسان کاندیدول چې د هغه بندیز مخه ونیسي چې په سیاست کې په برخه اخیستلو باندی ورباندی لګول شوی و.

دغې نوې ډلې وعده کړیده چې دمصر په نوی پارلمان کې دسیکولر ډلو سره همکاری کوی. دغې ډلې دا خبره هم وکړه چې د آزادی او عدل ګوند به د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې خپل کاندید ونه دروي.

XS
SM
MD
LG