د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر جمهوررئیس محمد مورسی ویلي دي چي د سوریې مشر بشار اسد باید له تازه پېښو نه زده کړه وکړي


د نړیوالې ټولنې او سوریې ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي
د نړیوالې ټولنې او سوریې ترمنځ اندېښنې مخ پر زیاتیدو دي

د مصر جمهوررئیس ( محمد مورسی ) ویلي دي چي د سوریې مشر بشار اسد باید له تازه پېښو نه زده کړه وکړي او مخکي له دې چی ډیر نا وخته شي، باید چي له کار نه ځان گوښه کړي، په داسي حال کي چي د ترکیې صدراعظم
( رجب طیب اردو وان ) بیا دا څرگنده کړې چي له سوریې نه یو تروریستي هیواد جوړشوی دی چي د خپلو خلکو قتل عامونه کوي.

( محمد مورسي ) پرون د چهارشنبې په ورځ په قاهره کي د عربي ټولني یوې غونډي ته وویل چي د سوریې د بحران په هکله د یوې پریکړي کول د عربو مسئولیت دی. هغه خپله دا غوښتنه بیا تکرار کړه چي د سوریې حکومت باید استعفی وکړي. د مصر جمهوررئیس وویل چي اوس ددې وخت را رسیدلی دی چي « په سوریه کي تغییرات راشي، نه دا چي د اصلاحاتو راوستلو لپاره په خبرو وخت ضایع شي.»

ښاغلي مورسي دا هم وویل چي د سیمي څلور هیوادونه ( ترکیه، سعودي عربستان، ایران او مصر ) به چي د قاهرې له خوا یې پیشنهاد سوی دی، غونډه وکړي او د سوریې د بحران په اړه به خبري وکړي.

له بلي خوا د سوریې قواو او یاغیانو پرون په څو سیمو کي چي حلب هم په کي شامل و، جگړې کړي دي. په برتانیه کي دیره د سوریې د بشري حقوقو مؤسسې وویل چي په حلب کي د سوریې د قواو له خوا ٣٣ کسه وژل شوی دي.
XS
SM
MD
LG