د لاس رسي وړ اتصالات

په قاهره کې لا تر اوسه ځینې مظاهره چیان پاتې دي


په قاهره کې لا تر اوسه ځینې مظاهره چیان پاتې دي

په قاهره کې لا تر اوسه ځینې مظاهره چیان پاتې دي

د مصر عسکر د قاهرې د تحریر په میدانۍ کی د ډیموکراسۍ د پلویانو سره هغه وخت لاس او گریوان شول چی پولیسو غوښتل د ترافیکو په مخ د لارې د خلاصولو لپاره خلک په شا وتمبوي.

عسکر نن سهار دې میدانۍ ته ننوتل او د خیمو او د هغو مظاهره چیانو د پاتی شونو په ټولولو یی پیل وکړ چی د جمعی په ورځ یی جمهور رییس حسنی مبارک استعفی ته مجبوره کړ.

په سلگونو زره مصریانو د جمعی په شپه او پرون د حسنی مبارک د استعفی له امله خوشحالۍ وکړې او بیا خپلو کورونو ته ستانه شول خو په سلگونو نور هملته د تحریر په میدانۍ کی پاتی شول او ویل یی چی تر هغه به دلته پاتی شي تر څو د مصر پوځیانو د ډیموکراتیکو اصلاحاتو د راوستو لپاره د هغوی غوښتنې عملي کړي نه وي.

د مصر پوځ ژمنه کړې چی د یوه ملکی ډیموکراتیک حکومت د جوړولو نظارت به وکړي خو په دی اړه یی کومه نیټه نه ده اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG