د لاس رسي وړ اتصالات

ویډیو: د مصر وروستي حالات


ویډیو: د مصر وروستي حالات

ویډیو: د مصر وروستي حالات

دوه ورځې وروسته له هغې چې پولیس د مظاهره کوونکو سره د اخ او ډب په نتیجه کې خپلو مرکزونو ته ستانه کړای شول، نن یې په ټول مصر کې بیرته فعالیت پیل کړ. په داسې حال کې چې مظاهره کوونکي د جمهور رئیس حسني مبارک گوښه کیدل غواړي، د مصر اردو د قاهرې او نورو ښارونو په سړکونو کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړی دی.

امنیتي منابع وایي پولیس بیرته په خپلو ورځنیو دندو گمارل شوي خو ورته امر شوی چې د مظاهره کوونکو سره له مخامخ کیدو ډډه وکړي. په عین وخت کې د مصر اردو هڅه کوي چې په ښارونو کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړي. د مصر په پایتخت قاهره کې د اردو ځواکونه په پراخه توگه لیږدول شوي او په ټانکونو کې د بانکونو، حکومتي ودانیو او د کورنیو چارو د وزارت ساتنه کوي.

د قاهرې یو اوسیدونکی وایي:

(.. ما فکر کاوه چې دغه مظاهرې به دوه درې ورځې دوام وکړي او بیا به ثبات او ارامي رامنځ ته شي. اوس اردو په کوڅو کې ده او د خلکو سره سوله ایز چلند کوي.)

د ښار یو بل اوسیدونکی بیا وایي:

(.. زه هیله من یم چې نن به د ثبات په رامنځ ته کیدو سره یوه ښه ورځ وي. اردو اوس په کوڅو کې حضور لري او هیله ده چې کارونه به ورو ورو سم شي.)

پرون په ټول مصر کې مظاهره کوونکو د حکومت له لورې د شپې پر گرځیدو باندې لگول شوي بندیزونه مات کړل او د جمهور رئیس حسني مبارک گوښه کیدل یې غوښتل چې نژدې له دیرش کالو راهیسې واکمن دی.

د تیرې سه شنبې راهیسې څه دپاسه سل تنه په تاو تریخوالي کې وژل شوي دي.

په مصر کې پاڅون چې ناڅاپي د یو محلي حرکت په کچه پیل شو، د یکشنبې په ورځ یې هغه وخت د یو جدي منظم حرکت بڼه ونیوله چې د هیواد ستر منع شوي مخالف گوند اخوان المسلمین د مشهور دموکراسي پلوه مصري د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ د پخواني رئیس محمد البرادي څخه خپله پلوي اعلان کړه. البرادي وویل:

(.. لکه دمخه مو چې وویل مونږ یوه اساسي غوښتنه لرو، هغه ددې رژیم ړنگیدل دي، او مونږ به یونوی پړاو پیل کړو، یو نوی مصر چیرته چې به هر مصری ازاد او باوقاره ژوند ولري.)

د مخالف گوندونو یو نوی اتحاد چې اسلامي نهضت په کې شامل دی، له البرادي څخه وغوښتل چې د ملي یووالي حکومت جوړ کړي او د مصر له اردو سره تماس ونیسي.

له بلې خوا ښاغلي مبارک د یکشنبې په ورځ خپلې کابینې ته امر وکړ چې حکومتي مرستو ته دوام ورکړي، د انفلاسیون مخنیوی وکړي او خلکو ته نور کارونه پیدا کړي. حسني مبارک همداشان په یو لیک کې چې په حکومتي تلویزیون کې ولوستل شو د مخالف گوندونو سره د خبرو له لارې په سیاسي ریفورم تاکید کړی.

XS
SM
MD
LG