د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې تازه مظاهرې شویدي


په مصر کې تازه مظاهرې شویدي

په مصر کې تازه مظاهرې شویدي

د مصر د تحریر په میداني کي مظاهره چیانو وروسته له هغه بیا ځانونه تنظیم کړي دي چي پرون د جمعې په ورځ د حکومتي قواو له خوا وځپل شول.

هغوي د مصر د پخواني او اوسني مشرتابه په خلاف بیا په مظاهرې پیل کړي دي.

د سهار درې بجې وې چي نظامي پولیسان دې میداني ته راورسیدل او مظاهره چیان یې چی په ګرځیدو را ګرځیدو باندي یې د لګیدلي بندیز پروا ونه کړه، په پولیسي ډنډو ووهل او ډزي یې وکړې.

د روغتیاي چارو منابع وایي چی دوه کسه وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي.عیني شاهدان وایي چی مظاهره چیان وهل شوي او د هغوی وینی نن سهار وختي په لارو کوڅو کي لیدل شوي دي.

د مصر حاکمي نظامی شورا یوه بیانیه خپره کړې او په کي یې ویلي دي چي پولیس د بلواکونکو سره مخامخ سول او کوشش یې وکړ چي په ګرځیدو را کرځیدو باندي بندیز نافذ کړي او ددې تشدد ملامتی یې په یاغیانو باندي واچوله.

مظاهره چیانو غوښتل چي د نظامي شورا مشر فیلډ مارشال ( محمد حسین تانتوي ) دي استعفی وکړي.

XS
SM
MD
LG