د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو تازه حال او د نړۍ عکس العلونه


په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو تازه حال او د نړۍ عکس العلونه

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو تازه حال او د نړۍ عکس العلونه

د مصر د حاکم ګوند مشرانو په داسي حال کي استعفی کړې چي د حکومت په ضد مظاهرې دوام لري.

د مصر دولتي تلویزیون نن وویل چي د ( ملي دیموکراتیک ګوند ) د پالیسۍ جوړولو کمیټې استعفی کړې ده چي په کي د حسني مبارم زوي جمال مبارک هم شامل دی. مګر دولتي تلویزیون وایي چي خپله حسني مبارک لا د ګوند د مشر په توگه پاته دی.

په زرګونه مظاهره چیان د شنبې په ورځ هم د قاهرې د ښار د تحریر په میداني کي را غونډ شوي او د جمهوررئیس حسني مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ د ختمیدو غوښتني کوي. نن ددغو مظاهرو دولسمه ورځ ده.

نن سهار وختي په دغه ځاي کي چي گڼ شمیر خلک په کي راغونډ شوي وو، د توپکو ډزي واوریدل سوې، مګر د تلفاتو په باب کوم رپوټ نه دی ورکړه سوی.

د مصر د ولتي مطبوعات رپوټ ورکوي چي ښاغلي مبارک نن د اقتصادي هیات سره وکتل چي په کی د نوي کابینې څو غړي هم شامل وو او په روان بحران باندي یې خبري ورسره وکړې. ددې بحران په وجه مصر ته په ورځ کي ٣١٠ ملیون ډالره تاوان رسیږي.

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو تازه حال او د نړۍ عکس العلونه

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو تازه حال او د نړۍ عکس العلونه

په زرګونو مظاهره چیان نن د شنبې په ورځ هم د قاهرې د ښار د تحریر په میداني کي را غونډ شوي او د جمهوررئیس حسني مبارک د دیرش کلني واکمنۍ د ختمیدو غوښتني کوي. نن ددغو مظاهرو دولسمه ورځ ده.

نن سهار وختي په دغه ځاي کي چي ګڼ شمیر خلک په کي راغونډ شوي وو، د توپکو ډزي واوریدل سوې، مګر د تلفاتو په باب کوم رپوټ نه دی ورکړه سوی.

د مصر د ولتي مطبوعات رپوټ ورکوي چي ښاغلي مبارک نن د اقتصادي هیات سره وکتل چي په کی د نوي کابینې څو غړي هم شامل وو او په روان بحران باندي یې خبري ورسره وکړې. ددې بحران په وجه مصر ته په ورځ کي ٣١٠ ملیون ډالره تاوان رسیږي.

په عین حال کې د امریکا جمهوررئیس براک اوباما او د نورو ملکونو مشرانو په مصر کي د چټک بدلون غوښتنه کړې ده. په هغه ملک کي نن ١٢ مه ورځ هم مظاهرې دوام لري.

ښاغلي اوباما پرون د جمعې په ورځ د مصر د جمهوررئیس حسني مبارک نه وغوښتل چي سمدستي د ي د قدرت د انتقال جریان پیل کړي، مګر هغه د ښاغلي مبارک نه دا ونه غوښتل چي همدا اوس دي قدرت بل چا ته وسپاري.

ښاغلي اوباما وویل چي د مصر آینده باید د هغه د خپلو خلکو له خوا وټاکل سي. هغه وویل چي نړۍ د مصر حالات څاري او د شخړو او جنجاونو دا شېبه باید د سوکالۍ او آرامۍ په شېبه بدله شي.

د مصر صدراعظمي ( انګیلا مرکیل ) هم نن وویل چي په مصر کي باید بدلون راسي او دا بدلون باید سوله ایز وي.

له بلې خوا: د مصر امنیتي چارواکي وایي چي یوې لوي چاودني هغه پایپ لاین وران کړی چي اردن ته ګاز رسوي.

چارواکو اصلا ویلي و چي دې چاودني د پایپ لین هغه برخه ورانه کړې چي اسرائیلو ته ګاز رسوي. هغوي ددې حملې ملامتي په خارجي عناصرو باندي اچوي.

د سنای په شمال کي ددغي چاودني ځای ته نژدې یو لوی اور بل سوی دی.

ددغي چاودنی په باب چي نن د شنبې په ورځ سوې ، ډیر معلومات لا تر اوسه پوري نه دی رارسیدلي.

XS
SM
MD
LG