د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې تر مظاهرو وروسته خلک خوښ دي


په مصر کې تر مظاهرو وروسته خلک خوښ دي

په مصر کې تر مظاهرو وروسته خلک خوښ دي

د مصر خلک د خپل جمهور رئیس د استعفی ورکولو لمانځنه کوی

حسنې مبارک پرون د خلکو د اتلسو ورځو مظاهرو وروسته استعفی وکړه چې د هغه د دیرش کلنې واکمنۍ پای ته رسیدل یی غوښتل.

د تحریر په میدانۍ کی چی د مظاهرو مرکز ؤ نن د خلکو ګڼه ګوڼه پکی کمه شوی وه، عسکرو نن د دی میدانۍ او د نورو دولتی ودانیو د شاوخوا نه یی نه اچول شوې موانع، اغزن سیمونه او پاتی شوني ټولول.

د جمهور ریس مرستیال عمر سلیمان پرون د حسنی مبارک د استعفی اعلان وکړ چی د دی اعلان په کیدو سره په ټول ملک کی ډ خوشحالۍ او خوښی شور او زروږ پورته شو. د قاهری او نورو ښارونو په سړکونو او واټونو کی مصریان په ډیری خوشحالۍ راټول شوي وو او ټوله شپه یی د بیرغونو په رپولو ، د موټرو د هارنونو او د آتش بازیو په کولو سره یی د دی لاس ته راوړنی نمانځنه کوله.

د ښاغلي مبارک قدرت د مصر پوځ ته سپارل شوې، پوځ په مصر کی ډیر د اعتبار وړ دئ او په خلکو کی ډیر محبوبیت لری.

د پوځ ویاند پرون په دولتی ټلویزیون کی لنډه وینا وکړه او د ښاغلي مبارک د خدمت مننه یی وکړه او په دی مظاهرو کی یی وژل شوی کسانو ته د شهیدانو لقب ورکړ.

XS
SM
MD
LG