د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرې د پخوا په پرتله یو څه آرامې شویدي


په مصر کې د حکومت ضد مظاهرې د پخوا په پرتله یو څه آرامې شویدي
په مصر کې د حکومت ضد مظاهرې د پخوا په پرتله یو څه آرامې شویدي

د مصرد حکومت زرګونه مخالف مبارزین نن هم چې په څوارلسمه ورځ د قاهری د تحریرپه میداني کې مظاهره کړیده .

دوی د حکومت د نوو سیاسي امتیازاتو با وجود د قدرت نه د جمهور رئیس حسنط مبارک لیرې کیدل غواړي.

دغو فعالینو نن په یوی ارامی فضا کی بیا مظاهره وکړه. ځینو مظاهرچیانو د تحریر په میدانی کی خیمې وهلي دي ، او وایي چې تر هغه وخت پورې به همدلته وی ، چه ښاغلی مبارک ، د جمهوری ریاست مقام چه دیرش کاله په کی و، پریږدی.

بل پلو، د مصرنوې جوړې شوې کابینې ، د مظاهرو د پیل کیدیو راهسیې ، په لومړی ځل بشپړه غونډه وکړه.

ددې غونډې نه مخکې پرون صدراعظم عمر سلیمان، د مصرد مخالفو ډلو سره ، چه د محصلینو په رهبرۍ د مظاهرو طرفداران دي، بې سارې غونډه درلوده.

دغه ګروپونه وایی، حکومت ،و نه شو کړی چه ددوی د اصلی غوښتنی په برخه کی ددوی قناعت حاصل کړی. ددوی بنیادی غوښتنه داده چه ښاغلی مبارک دی سمدستی استعفا وکړی.

دوی وایی کوم امتیازات چه پرون حکومت دوی ته وړاندی کړل، کافی نه وو، خو په دی غونډه کی لومړی ګام دی.

دا څرګنده نه شوه، چه حکومت او د مخالفینو نمایندګان بیا کله سره ګوری.

د مصرحکومت وایی ښاغلی سلیمان موافق دی چه د سیاسی او قضایی شخصیتونو یوه کمیټه جوړه کړی چه په اساسی قانون کی اصلاحات راوستل وڅیړی چه ډیر کاندیدان د جمهوری ریاست دپاره د کاندیدو اجازه ولری. د مصر حکومت وایی دا کمیټه به د مارچ تر اولی هفتی پوری خپله څیړنه بشپړه کړی.

عمرسلیمان همدغه رازویلی دی چه کله امنیتی وضع ښه شی، نو اضطراری قانون به لیری کړی او په مطبوعاتوباندی به لګیدلی بندیزونه کم کړی او اضطراری قانون به لیری کړی . ښاغلی مبارک دغه قانون په ١٩٨١ کې چه جمهورریس شو، نافذ کړی دی. دغه د مصر امنیتی قوی ته دا صلاحیت ورکوی چه هغه خلک توقیف کړی چه دولت ته خطر وګڼل شی.

XS
SM
MD
LG