د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو په باب د نړۍ غبرګون


په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو په باب د نړۍ غبرګون

په مصر کې د حکومت ضد مظاهرو په باب د نړۍ غبرګون

د مصر د جمهوررئیس حسني مبارک په مقابل کي د روانو غټو مظاهرو په باب د سیمي ملکونو ګډ وډ عکس العمل څرګند کړیدی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق ( رامین مهمان پرست ) د مصر د مقاماتو نه وغوښتل چي دده په قول " د خلکو قانوني غوښتني " ترسره کړي او د هغوي په مقابل کي د هرډول تشدد نه ډډه وکړي. دغه نطاق نن د شنبې په ورځ دا هم وویل چي د مصر د خلکو دا مظاهرې د اسلام په اساساتو برابري دي او هدف یې د عدالت ترلاسه کول دي. هغه په ایران کي د حکومت له خوا د مظاهره چیانو د ځپلو په باب څه ونه ویل.

د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله په مظاهره چیانو باندي انتقاد وکړ او د حسني مبارک سره یې خپل ملاتړ اعلان کړ. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس د ملک عبدالله له قوله د مظاهرو تنظیمونکي تیری کونکي بللي او هغوي یې په دې غندلي دي چي غواړي مصر د بیان د آزادۍ په نامه بې ثباته کړي. په رپوټ کي ویل شوي دي چي د سعودي عربستان پاچا دا تبصره د مصر د جمهوررئیس سره په تلیفون کي د خبرو په وخت وکړه.

سعودي عربستان او مصر دواړه د امریکا د متحده ایالاتو مهم مِتحدین دي.

په مصر کي په مظاهره چیانو باندي په پنځمه ورځ هم ماښام راورسید او تیاره خپره شوه او په زرګونو تنو په ګرځیدو باندي د بندیز پروا نه ده کړې او د ښار په لارو کوڅو کي شعارونه ورکوي او د جمهوررئیس حسني مبارک د استعفی غوښتني کوي.

حسني مبارک نن د شنبې په ورځ د استخباراتو رئیس ( عمر سلیمان ) د جمهوررئیس د مرستیال په توګه وټاکه. هغه دغه راز د هوایي چلند وزیر

( احمد شفیق ) د صدراعظم په توګه اعلان کړ او ورنه یې و غوښتل چي نوې کابینه جوړه کړي،

نن پنځمه ورځ ده چي د مصر په درو لویو ښارونو ـ قاهره، سکندریه او سویز کي مظاهرې رواني دي. محلي خبري رپوټونه وایي چي په دې مظاهرو کي تر اوسه پوري لږ تر لږه ۴٥ کسه وژل شوي او څه د پاسه یوزر تنه زخمي شوي دي.

XS
SM
MD
LG