د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې انقلاب لا هم دوام لري


په مصر کې انقلاب لا هم دوام لري
په مصر کې انقلاب لا هم دوام لري

په میلونونو مصریان د همدې کال په سر کې د هیواد لارو کوڅو ته رواوتل او د پخواني ولسمشر حسني مبارک واکمني یې پای ته ورسوله.

که څه هم چې دا د مصر د ولس لپاره دا یو ستر بدلون او کامیابي وه خو په عین حل بیا زیات شمیر مصریان وایي چې دا هغوي لپاره په ملک کې د اصلاحاتو راوستلو پیل دی او وایي چې کوم بدلونونه چې تر اوسه شویدي، کافي ندي.

پدې تیرو څو اونیو کې یو ځل بیا په لس ګونه زره خلک په قاهرې کې د تحریر میدانې او ځینو نورو ځایونو ته راووتل او مظاهرې یې وکړلې. دغو کسانو د ملک د پولیسو په قواوو کې د اصلاحاتو راوستلو او د حسنې مبارک د واکمنۍ د ځینو پخوانیو چارواکو محاکمه کول یې غوښتل او همدارنګه یې د هغو کسانو ژر تر ژره محاکمه کیدل غوښتل چې د مظاهره کوونکو د وژل کیدو ملامتي پرې اچول شویده.

د مصر موقتي حکومت د مظاهره کوونکو غوښتنه ومنله او د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو 6 سوه جګپوړه صاحب منصبان به د خپلو کارونو نه برطرفه کړي. خو مظاهره کوونکي چې زیات شمیر میرمنې هم پکې ګډون لري، وایي چې اصلاحات ډیر سوکه دي او کافي هم ندي.

" زه پدې خاطر نن دلته راغلې یم ځکه چې اصلاحات ندي شوي او بله دا چې پوځي شورا په مصر کې پخوا هم په فساد کې ککړه وه او مونږ پرې اتبار نلرو. "

یو بل مظاهره کوونکی بیا وایي چې تر اوسه لا هغه څه پوره شوي ندي چې دوي یې غوښتنه کوله او دا مظاهرې د هماغو نوور پیلامه ده چې دوي د جنوري په میاشت کې پیل کړې وې.

" یوازې څیرې بدلې شویدي، مانا دا چې ریښتیني اصلاحات تر اوسه هم ندي شوي چې خلکو ته د منلو وړ وي. "

رپوټ وایي د تازه مظاهرو یوه وجه دا ده چې د مصر خلکو په پوځي شورا باندې چې اوس مهال یې د ملک چارې په لاس کې دي. اعتماد نکوي. د تحریر په میداني کې مظاهره کوونکي شکایت کوي چې هغه پولیس ندي محاکمه شوي چې د مظآهره کوونکو د وژلو تورونه پرې لګول شویدي او بله دا چې ځیني دغه پولیس په ضمانتونو باندې خوشې شویدي.

مظاهره کوونکي چې د تحریر په میداني کې یې کیږدۍ وهلي دي، وایي تر هغې به دلته ناست وي تر څو چې په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو سره انصاف نه وي شوی. هغوي وایي چې په مظاهرو کې شاوخوا درې سوه کسان ووژل شول خو تر اوسه هم د هغوي قاتلان محاکمه شوي ندي.

XS
SM
MD
LG