د لاس رسي وړ اتصالات

حسن مبارک: واک نه پرېږدم


حسن مبارک: واک نه پرېږدم
حسن مبارک: واک نه پرېږدم

د سهار د لمر راختو نه مخکي د قاهرې د تحریر په څلور لاره کې د حکومت ضد مظاهره کونکو پرضد ډزې وشوې او په نتیجه کې یې درې تنه مظاهره کونکي ووژل شول. ریپوټونه وايي چې سره له دې چې د حسن مبارک پلویانو پر مظاهره کونکو باندي بریدونه وکړل خو مظاهره کونکو مقاومت څرګند کړ. د هغه وخت راهسي چې د حکومت پلوو او حکومت ضد مظاهره چیانو ترمنځ نښتې پیل شوي دي، لږ تر لږه ۳ کسه وژل شوي او د ۶ ساوو نه زیات کسان ټپیان شوي.

د سهار پر څلور بجو باندي د تحریر په څلورلاره کې د ډزو آوازونه اوریدل کیدل او د دوو ساعتونو دپاره یې دوام وکړ.

عیني شاهدان وايي چې په سیمه کې یې د درو کسو مړي ولیدل چې د امبولانس پر خوا وړل کیدل. دوی وايي چې ډزې د درو بیلابیلو خواوو نه کیدې او د مصر پوځ چې په دې ورستیو څو ورځو کې لارو کوڅو ته راوتلی دی او د تحریر څلور لاره یې محاصره کړې ترڅو نظم حاکم وساتي، مداخله یې ونکړه.

د حکومت ضد او حکومت پلوو مظاهره کونکو ترمنځ سختې نښتې وشوې او دواړو خواوو هڅه کوله چې هغه پله ته ځانونه ورسوي چې د نیل د سیند د عمومي پله سره ارتباط لري. په دغو نښو کې د درو وژل شویو کسانو برسیره ۶ کسه ټپیان هم شول. ځیني ریپوټونه د وژل شویو کسانو شمیر ۵ تنه ښيي. د ټپی شویو کسانو روغتیايي حالت نامعلومه دی او د مصر د عامله روغتیا وزیر هم ورته شویو ټلفونونه ته ځواب نه وايه ترڅو د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره په ګوته سي.

همداشان پرون د چارشنبې په ورځ هم د جمهور ریْس مبارک د پلویانو او مظاهره کونکو ترمنځ ټوله ورځ نښتې وشوې. د ريپوټونو له مخې د جمهور ریْس مبارک ځیني پلویانو د خبریالانو او بهرنیانو په مقابل کې هم غوصه څرګندوله.

مظاهره کونکو د جمهور ريْس مبارک د طرفدارو مظاهره کونکو نه د پولیسو د هویت کارتونه ترلاسه کړي دي. خو ددغه ملک د کورنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي دي. د حکومت ځینو کارمندانو ویلي دي چې مشرانو یې امر ورته وکړ چې لارو کوڅو ته راووځي.

همداشان د مصر حکومت هغه نړیوالې غوښتې هم رد کړي چې وايي په دغه ملک کې دي ۳۰ کلنۍ حکمرانۍ ته د پای ټکی کښېښودل شي.

د حکومت ضد مظاهره کونکي د جمهور ریْس مبارک پر رجیم باندي تور لګوي چې پولیسو ته یې پیسې ورکړي دي چې د دوي ۹ ورځنی تحریک چې په تیرو ۳۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی، وځپي. ددغه تحریک غوښتنه دا ده چې ۸۲ کلن جمهور ریْس حسن مبارک دي د قدرت نه ایسته سي. دوی هوډ کړی چې خپل تحریک به لازیات غېښتلی کړي چې د جمعې تر ورځې پوری جمهور ریْس مبارک قدرت پرېږدي.

په عین حال کې جمهور ریْس مبارک د مظاهره کونکو مشرانو ته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی چې دغه ستونزه د یوه ډیموکراتیک ریفورم په مرسته باندي حل کړي خو دوی د هغه، د قدرت نه د ایسته کیدو مخکي هر ډول خبري رد کړي دي.

د آمریکا د باندنیو چارو د وزارت نطاق پي جي کراولي پرون د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا د باندنیو چارو وزېرې هیلري کلینټن د مصر نوي ټاکل شوي د جمهور ریْس مرستیال نه غوښتنه وکړه چې په قاهره کې دي د تاوتریخوالي ټول عاملین مسول وګڼي.

د باندنیو چارو د وزارت ویاند کراولي داسي وویل: ،،په مصر کې د آمریکا سفیر ویسنر د جمهور ریْس مبارک سره کتلي دي او دغه راز یې د جنرال سلیمان سره هم کتلي. همداشان میرمن کلینټن هم نن د جمهور ریْس د مرستیال سلیمان سره خبري وکړې او د نن ورځې د تاوتریخوالي پر غندلو یې تاکید وکړ. میرمن کلینټن د مصر د حکومت نه وغوښتل چې هڅه دي وکړي ترڅو د تاوتریخوالی عاملین د خپل اعمالو مسول وګڼي. مونږ په اوسنیو حالاتو کې په دې نه پوهېږو چې چا دغه تاوتریخوالی ترسره کړی خو میرمن کلینټن په ټینګه د مصر حکومت ودې ته وهڅاوه چې په دې برخه کې لازم تحقیات وکړي. همداشان میرمن کلینټن د ښاغلي سلیمان سره د عبوري دورې پر اهمیت باندي هم ټینګار وکړ،،.

د باندنیو چارو د وزارت ویاند کراولي وویل چې د جنورۍ پر ۲۹ نېټې باندي د آمریکا د باندنیو چارو وزیرې هلیري کلینټن د مصر د استخباراتو د ریْس سره چې وروسته د جمهور ریْس د مرستیال په توګه وټاکل شو خبرې وکړې او په مصر کې یې روانې شخړې او تاوتریخوالی وغانده.

د یادونې وړ ده چې د چارشنبې په ورځ د آمریکا د باندنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې په هغه عملیاتو کې چې د دوشنبې په ورځ پیل شول، تر اوسه پوري یې ۱۹ ساوه آمریکایې اتباوې د خپلو کورنیو سره د مصر نه راایستلي دي . د باندنیو چارو وزارت هغه مهال د ټولو آمریکايي اتباوې نه وغوښتل چې ژر تر ژره دي د قاهرې هوايي ډګر ته ځانونه ورورسوي چې حکومت د شپې د خوا بندیز اعلان کړ او جمهور ریْس حسن مبارک هوډ وکړ چې د دورې د ختمیدو نه مخکي به د قدرت نه ایسته نه سي.

په عین حال کې بریتانیا هم د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې قاهرې ته چارټر الوتکه وراستوي ترڅو هغه بریتانیویان چې غواړي د مصر نه را ووځي ، خوندي ځایونو ته انتتقال کړي.

XS
SM
MD
LG