د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د فرعونیانو نوي قبرونه پیدا شوي


په مصر کې د فرعونیانو نوي قبرونه پیدا شوي
په مصر کې د فرعونیانو نوي قبرونه پیدا شوي

مصري لرغون پیژندونکي د سقَارا هرمونو ته څېرمه د پټو خزانو په لټه کې دي. دوی فکر کوي چې په همدې ځای کې اوس هم ډیر داسې قبرونه شته چې څوک پرې نه دي خبر.

دا په لسگونو متره دنگ هرمونه د پخوانیو مصریانو قبرونه دي. د همدغو هرمونو تر څنگ د مصر د پخواني سلطنت د یوې هدیرې د کشفولو امکانات هغه وخت راوټوکیدل چې لرغون پیژندونکو دوه قبرونه پیدا کړل.

له دغو قبرونو زاړه رسم شوي هنري آثار او د مصر د فرعونیانو د ورځني ژوند په اړه تازه معلومات تر لاسه شول.

لرغون پیژندونکو د 'شیندواس' په نامه د پخوانیو مصریانو د یوه شاهي کاتب او قومي مشر او د هغه د زوی قبرونه راوسپړل. د دوی له قبرونو نه ښکاره شوه چې دوی له اوس نه ۴٢٠٠ کاله پخوا ښخ شوي دي.

د دوی قبرونو ته دروازې ته ورته لارې ددې لپاره ورکړل شوي دي چې د قبرونو غله ورباندې تیر باسي. خو دې کار ځکه نتیجه نه وه ورکړې چې د زوی قبر ډیر خوا لوټ شوی وو.

خو په دغو دوو قبرونو کې د لوټمارانو د لاس نه پاتې موادو ته لرغون پیژندونکي خوشحاله دي او وايي چې دا به دوی ته د فرعونیانو د دربارونو د داخلي چارو په اړه ډیر معلومات ورکړي.

د مصر نامتو لرغون پوه زاهي هواس وايي: "د هغه د زوی قبر ډیر ښایسته دی". دی وايي چې د دروازه وزمې لارې په داخل کې اصلي قبر ته ورته جوړښت چې په داخل کې دی، په جعلي ډول تر سترگو کیږي.

لرغون پوهانو په دغو قبرونو کې ډیر نور آثار هم موندلي. یو وړوکی ډبرین هرم چې د لمر د رب النوع 'را' ته د احترام یوه نمونه ده.

په دغو قبرو کې له ډبرو نه جوړې مرغابۍ او قابونه هم پیدا شوي دي.

خو مصری لرغون پوه ښاغلی هواس وايي، تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په دغو قبرونو کې رسامي شوي آثار دي.

دی وايي: "دا ښيي چې کیدای شي دا د سقارا په سیمه کې د موندل شویو قبرونو په کتار کې تر ټول رنگین او ښایسته قبر وي".

دا دریم کال دی چې د قاهرې د جنوب لویدیځ په دغه سیمه کې کارگران د ځمکې په کیندلو اخته دي. تر اوسه شپږ قبرونه موندل شوي او دا چې نور څه رابرسیره کیږي؛ لرغون پوه زاهي هواس وايي، "خدای خبر د مصر په ریگو کې لا نور څه شیان پټ دي".

XS
SM
MD
LG