د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د پخواني ولسمشر ددفتر ریٌْس محاکمه شو


د مصر رسمي خبري آژانس وايي چې یوې جینايي محکمې د حسن مبارک یو نږدې ملګری د اداري فساد په تور په ۷ کلونو بند محکوم کړی دی. د نن ورځې د محاکمې په لړ کې ذکریا عظیمي ۶ میلیونه ډالره جریمه هم شو.

عظیمي د پخواني ولسمشر حسن مبارک د دفتر ریٌس وو او هر وخت به د هغه پر څنګ ولاړ وو.

دغه محاکمه په داسي حال کې وشوه چې یوه اونۍ وروسته به په خپله پخوانی ولسمشر مبارک هم د مظاهره کونکو د وژلو په تور محاکمه شي. پر ښاغلي مبارک باندي د اداري فساد تورونه هم دي.

د مینځني ختيځ په نامه خبري آژانس وايي چې په محاکمې کې دا تور ولګیدی چې عظیمي د خپل مقام نه په استفادې ۷ میلیونه ډالره په غیر قانوني توګه ترلاسه کړي دي.

XS
SM
MD
LG