د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر پوځ د آرامۍ غوښتنه کړې


د مصر اسلامي ګوندونو د جمعې په ورځ ددغه هېواد د ولسمشر محمد مورسي په ملاتړ لاریونونه پلان کړي دي. دغه لاریونونه وروسته له هغه نه پلان شوي دي چې د ایخوان المسلمین د ګوند یو غړی د مصر د مشر د پلویانو او مخالفینو ترمنځ په نښتو کې ووژل شول.

د مصر مخالف ګوندونه بیا په پام کې لري چې د یکشنبې په ورځ په قاهرې کې مظاهرې وکړي. د یکشنبې په ورځ د محمد مورسي یو کال په واک کې پوره کېږي. د ښاغلي مورسي مخالفین پر هغه باندي تور لګوي چې هغه او د ایخوان المسلمین ګوند یې سیکیلور حقوق کمزوري کوي. مخالفینو د جمهوري ریاست د مخکي له وخت د ټولټاکنو غوښتنه کړې ده.

ایخوان المسلمین ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د ولسمشر د پلویانو او مخالفنیو ترمنځ په تشدد کې یو کس وژل شوی دی.

پوځ د دواړو خواوو څخه غوښتي دي چې آرامي دي غوره کړي او خبرداری یې ورکړی دی چې که مظاهرې په تشدد واوړي نو دوي د مداخلې چمتوالی لري.
XS
SM
MD
LG