د لاس رسي وړ اتصالات

حسنې مبارک استعفا وکړه


埃及总统穆巴拉克(档案照)
埃及总统穆巴拉克(档案照)

دمصر جمهور رېْس حسنی مبارک استعفا کړې ده. دغه اعلان څو شېبې مخکې د جمهور رېس مرستېال عمر سلېمان وکړ. عمر سلېمان ووېل چې پوځ به دچارو مسوولېت په غاړه واخلي.

دا اعلان په دولتي تلوېزون باندې په داسي حال کې وشو چې په سلگونو زره دحکومت مخالف مظاهره کوونکي په قاهرې او دمصر په ېو شمېر نورو ښارونوکې راټول شوي دي.

د نن ورځې مظاهرې وروسته دهغې وشوې، چې پرون د مصر راحصار شوي جمهور رېْس حسنی مبارک په سمدستي توگه داستعفا کولو نه انکار وکړ او واک ېې خپل مرستېال عمر سلېمان ته انتقال کړ، خو د هغه دې اقدام د مظاهره کوونکو غوضه سړه نه کړه .

تازه رېپوټونه واېې چې ښاغلی مبارک نن دقاهرې نه وتلی دی او د سرې بحېرې پر غاړه په شرم الشېخ کې خپل شخصی استونگنځي ته رسېدلی دی. کله چې دمبارک داستعفا اعلان خپور شو نو په لس گونو زرو خلکو دتحرېر په مېدان کې په ېوه اواز نعرې کړی او خپله خوښي ېې ښکاره کړه.

دمصر پوځ عسکر دامنېت د ساتلو لپاره ځای پر ځای گمارلي وو مظاهره کوونکو دحکومت پر خلاف شعارونه ورکول ، او دهېواد ملي جنډۍ ېې په خپلو لاسونو کې نېولی وې. په مېدان کې هرې خوا خېمې لگېدلی وې. مظاهره کوونکو د دولتي تلوېزون او راډیو ودانئ محاصره کړې وې

په اسکندرېې او سوېز کې هم دمبارک مخالفانو حکومتي ودانۍ محاصره کړي دي

دد ېنه مخکې پوځ د جمهور رېس مرستېال ته دقدرت انتقالېدل منظورکړی وو او دخلکو نه ېې وغوښتل چې بېرته خپل عادي ژوند پېل کړي.

په داسی حال کی چې ډېر ټېنگ امنېت نېول شوی دی، ېو زېات شمېر خلکو د مصر د جموری رېاست ماڼئ محاصره کړی وه.

د ښاغلي مبارک د وېنا نه وروسته پرون د نوبل دسولې د جاېزی وړونکي او د حکومت ېوه مهم مخالف محمد البرادعې په پوځ باندې غږ وکړ چې مداخله باېد وکړي او هېواد دې د انفجار نه وژغوري. البرادعې ووېل چی د مصر اولس ډېر په غوصه دی. هغه دمبارک پرونئ وېنا فرېب او دوکه وبلله.

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما نن ووېل داسي ښکاري چې د مصر اولس ته وېل شوي دي چې قدرت انتقال شو تراوسه پوري دا خبر ه څرگنده نه ده چی اېا دغه انتقال به فوري وی او با معنی به وی او که نه.

XS
SM
MD
LG