د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په مصر کې پر پراخ بنسټه نظام ټینګار کوي


د امریکا د باندینو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز د یوه لوړ پوړي آمریکايي پلاوي په مشري مصر ته رسیدلی
د امریکا د باندینو چارو د وزارت مرستیال ویلیم برنز د یوه لوړ پوړي آمریکايي پلاوي په مشري مصر ته رسیدلی
دامریکا چارواکي ددې لپاره په قاهره کې دي چې دمصر دلنډ مهال حکومت دمشرانو سره ملاقات وکړي او په یوه داسې انتقالي پړاو ټینګار وکړي چې دمصري ټولنې ټولې سیاسي ډلې پکې برخه ولري او په ډیموکراتیکه توګه ټاکل شوی ملکي حکومت منځته راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال بیل برنز د یوه جګپوړي پلاوي په مشرتابه مصرته د امریکا تللی دی. له هغه وخت راهیسې چې د جولای په دریمه پوځ محمد مرسي معزول کړ، دا لومړی ځل دی چې د امریکا دومره جګپوړه هیئت مصرته سفر کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه هېئت به په مصر کې نن د دوشنبې او سبا ته د سه شنبې په ورځ له مدني ټولنو او دسوداګرۍ له مشرانو سره ملاقاتونه وکړي.

رپوټ وايي چې بیل برنز به په دې ملاقات کې د لنډمهال حکومت له لومړي وزیر حازم الببلاوي سره ملاقات وکړي.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د محمد مرسی ګوند خپل پلویان دې ته هڅوي چې ددوشنبې په ورځ په قاهره کې په سوله ئېز ډول خپلو مْظاهرو ته دوام ورکړي چی دهغه په لېرې کېدلو اعتراض وکړي.


له څوورځو راهېسې مظاهره چیان دقاهرې په شمال ختیځ کې په جوماتونو کې راټولېږي او د ښاغلي مُرسي د بیرته برحال کیدلو غوښتنه کوي. دمعزول شوي مشر مرسي ېوه طرفدار عبدالباسط د مرسي د بیرته برحاله کیدو غږ وکړ: " زه داغږ کوم چې مُرسي دې بېرته برحال کړی شي. موږ داغوښته کووچې هغه ته دې بېرته قدرت ورکړل شي. موږ دا غوښتنه هم کوو چې د پارلمان دمشرانو جرګه چې منحل شویده بېرته دي اجازه ورکړل شي چې په خپل کار پېل وکړي. "

همدارنگه ددوشنبی په روځ چارواکو وویل چې یوشمیر مشکوکو افراطیانو دیوې فابریکې پرکارګرانو د شمالي سینا دالعرېش په ښار کې برېد وکړ. په دغه برېد کې لږ تر لږ درې کارگران ووژل شول او 17 تنه ټپیان شول. رپوټ وايي له هغه وخت راهیسې چې محمد مرسي له قدرت نه معزول شویدی د سېنا په سېمه کې په تشدد کې زیاتوالی راغلی دی.

د اخوان المسلمین د سخت فشار سره د مخامخ کیدو په ترڅ کې د مصر لوړ رتبه جنرا ل د یکشنبی په ورځ وویل د محمد مرسی له قدرت نه دلیرې کولو پریکړه دهغه څه په ځواب کې وشوه چې دی ورته د خلکو اراده وايي.

جنرال عبدالفتاح السیسی د ښاغلي مرسی له قدرت نه د ایسته کیدو نه را پدی خوا د لومړي ځل لپاره په ملي تلویزن کې خبرې وکړې. هغه وویل ښاغلی مرسی چې په هیواد کې دلومړی ځل لپاره په ډیموکراتیکه طریقه انتخاب شوی و د پراخو احتجاجونو په علت یې خپل مشروعیت له لاسه ورکړ. خو جنرال السیسي هغه انتقادونه رد کړل چې وايي دښاغلي مرسي لیری کیدل د مذهبي ملحوظاتو پر بنسټ شویدي.

ښاغلی مرسی د قدرت نه د ایسته کیدو نه راپدی خوا په یونا معلوم ځای کې ساتل شویدی په داسی حال کې چې دهغه د اخوان المسلمین گوند یوشمیر غړي بندیان شویدي. چارواکیو پر هغه باندې د جنایت تورونه ندی لگولی خو وايي دوي د یولړ هغو شکایتونو په باره کې تحقیقات کوي چې جاسوسی او د اقتصاد تباه کول پکې شامل دي.
XS
SM
MD
LG