د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې 26 کسان وژل شویدي


په مصر کې 26 کسان وژل شویدي
په مصر کې 26 کسان وژل شویدي

دمصرد صدراعظم مرستېال د سه شنبی په ورځ پدې سبب استعفې وکړله چی دامنېتی قواو او مصر د قبطی مسېحېانو ترمنځ له تشدد نه ډکی پېښی وشولی او 26 کسان پکې ووژل شول.

دولتي مطبوعات وايي چې حازم البداوی په خپله د خپلې استعفې په برخه کې کوم دلېل وړاندی نکړ. خو دمصر خبری منابع وايی چې هغه ووېل دی دهغو اقداماتو له امله استعفې کوی چې د مصری قبطېانو او امنېتی قواوترمنځ نښتو په برخه کې وشول. هغه دمالېې وزېر هم و.

دمصر په زرگونو قبطی عیسویانو دهغو احتجاج کونکېو په جنازه کې گډون کړی وو چې په قاهره کې دپولیسو سره په نښتو کې وژل شوی وو. په داسی حال کې چې د مصر واکمنی نظامی شوری امر وکړ چې دمرگ ژوبلی ددغی پېښې تحقېقات وشی.

پرون د دوشنبی په ورځ ویرجن کسان دقاهری د (عباسیا) په کلیساکې راټول شوی وو چې مشرې ئې قبطی پاپ (شینودا ) کوله. هغه له عیسویانونه وغوښتل چې پدی هیله دری ورځی روژه ونیسی چې سوله بیرته ټینگه شی.

قبطی کلیسا یوه اعلامیه خپره کړیده چې وائې، اقلیت په پرله پسی توگه کړاو گاللی دی او مرتکبینو ته سزا نده ورکړل شوی.

دیکشنبی دورځی په نښتوکې لږترلږه (٢٥ ) تنه وژل شوی وو چې اکثره ئې قبطی عیسویان وو. دغه تاوتریخوالی وروسته له هغې ونښت چې څه باندی زرتنو عیسویانو په قاهره دمصر د دولتی تلویزن د ودانی په لور روان شول چې دهغې په ضد احتجاج وکړی چې افراطی مسلمانانو پدی وروستیو وختو کې دهیواد په جنوب کې په یوه کلیسا باندی کړی وه.

په عین وخت کې د مصر موقتې کابینې ویلي دي چې دوي به یوې ډلې ته هم اجازه ورنکړي چې د هیواد ملي وحد ته تاوان پېښ کړي او ډیموکراتیک عبوري بهیر وځنډوي.

حکومتي مطبوعات وايي چې موقتې کابینې بیړنۍ غونډه جوړه کړه چې د پوځ له خوا د هغه بندیز پر څرنګوالي باندي بحث وکړي د تحریر او څیرمه سیمو پر شاوخوا باندي لګول شوی دی.

XS
SM
MD
LG