د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې 8 تنه وژل شوي


په مصر کې 8 تنه وژل شوي
په مصر کې 8 تنه وژل شوي

په مصر کي د پولیسو او مظاهره چیانو تر منځ شخړي دوهمي ورځي ته رسیدلي دي چي اته کسه په کي وژل شوي او څه دپاسه ٣٠٠ تنه زخمي شوي دي.

د مصر عسکرو په قاهره کي پارلمان ته نژدې د یوې ودانۍ د بام نه مظاهره چیان په لویو ډبرو وویشتل او د هغوي د خواره واره کولو د پاره یې د اور خپرونکو نلونو نه کار واخیست. مظاهره چیان چي د اردو د واکمنۍ ختمیدل غواړي د لارو په اوږدو کي یې خنډونه جوړ کړي دي چي ځانونه وساتي.

د مصر صدراعظم ( کمال الگنجوري ) په تلویزیون کي وینا وکړه او ویې ویل چي امنیتي قواوي زیار باسي د ودانیو حفاظت او ساتنه وکړي.

اکثره مصریان غواړي چي دا تشدد او شخړي دي ختمي شي.

دا شخړي په داسي حال کي کیږي چي د مصر خلک د پارلمانی انتخاباتو ددوهم پړاو نتیجو ته انتظار باسي. دا دوهم پړاو انتخابات په همدې هفته کي تر سره شوي دي. داسي ښکاري چي په دې پړاو کي هم اسلامیستي گوندونه مخکي شوي دي.

فکر کیږي د انتخاباتو چارواکي به دا نتیجې سبا د یکشنبې په ورځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG