د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر پخوانی ولسمشر په شلو کلونو بند محکوم شو


دا لومړی ځل دی چې یوه محکمه د مصر یو پخوانی منتخب ولسمشر په ۲۰ کلونو بند محکوموي، خو دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده.
دا لومړی ځل دی چې یوه محکمه د مصر یو پخوانی منتخب ولسمشر په ۲۰ کلونو بند محکوموي، خو دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده.

په مصر کې یوې محکمې د د غه هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسې په ۲۰ کلونو بند محکوم کړ.

ښاغلی مرسي د مصر د اخوان السملین د ګوند مشر هم دی، له ده سره ۱۲ تنه نور هم له کوم شرط پرته په ۲۰ کلونو بند محکوم شوي دي.

محمد مرسي په ٢٠١٢ کال کې د مصر د ولسمشرۍ ټاکنې وگټلې او چې کله یې د جمهور رئیس د صلاحیتونو زیاتولو فرمان صادر کړ نو پرضد یې مظاهرې پیل شوې او په نتیجه کې یې گڼ شمیر مظاهره کوونکي ووژل شوو.

محکمې د مصر دغه پخوانی ولسمشر او ورسره د اخوان د ګوند نور مشران، محمد محمد ابراهیم البلتاجي، عصام الدین محمد حسین الارین او وجدي عبدالحمید محمد غانم د مظاهره کوونکو په وژلو محکوم کړل.

دوی د بند تېرولو تر څنګ په جبري کار کولو هم محکوم شوي دي.

خو دا د محکمې وروستۍ پرېکړه نه ده او محکومان د محکمې پر دغې پرېکړې د اعتراض حق لري او د بلې محکمې غوښتنه هم کولی شي.

کله چې قاضي احمد صبري یوسف پر تلویزون دا حکم لوستو نو ښاغلی مرسي او نور د زندان په پنجره کې ورته ولاړ وو.

د اخوان المسلمین دغه مشران به تر پنځو کلونو پورې د پولیسو تر څار لاندې وي.

د دوی محکمه تر کلکو امنیتي تدابېرو لاندې وشوه، د بلوا ضد سلګونه پولیس سیمې ته استول شوي وو چې د ممکنه تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

دا لومړی ځل دی چې د مصر یوه جنايي محکمه د دغه هېواد منتخب شوی ولسمشر په دومره بند محکوموي، خو لږ تر لږه د مرګ له سزا څخه بچ شول.

د اخوان المسلمین ګوند د مصر د یو بل پخواني ولسمشر حسن مبارک له لېرې کېدو وروسته، انتخابات وګټل او محمد مرسي ولسمشر شو.

خو د هغه له واکمني لا ډېر وخت تېر شوی نه و چې، پرې د مظاهره کوونکو د وژلو تورونه پورې شول او پوځ له واکه لېرې کړ.

محمد مرسي اوس د مصر د الګساندریه ښار د مدیترانې په یو زندان کې چې کلک امنیت یې نیول شوی، ساتل کیږي.

XS
SM
MD
LG