د لاس رسي وړ اتصالات

ګوانتانامو کې اته افغان بندیان له قانوني اسنادو پرته زنداني شوي


دا مهال د ګوانتانامو په زندان کې ۶۱ بندیان ساتل کیږي.
دا مهال د ګوانتانامو په زندان کې ۶۱ بندیان ساتل کیږي.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو تازه تحقیقي رپوټ ښيي، چې په ګوانتانامو کې د اتو تنو افغان بندیانو دوسیې پراخې حقوقي او قانوني نیمګړتیاوې لري.

د دغه رپوټ له مخې، اتنه تنه افغانان د خیالي تورونو، غلطې ژباړې او آوازو پر بنسټ نیول شوي او په ګوانتانامو زندان کې په اوږدمهالي بند محکوم شوي دي.

د رپوټ جوړونکې کیټ کلارک، چې دا مهال په لندن کې ده امریکا غږ ته وویل، په دغه رپوټ کې یې د ګوانتانامو په زندان کې د اتو افغان بندیانو د دوسیو په اړه تحقیق کړی دی.

اغلې کلارک زیاته کړه، چې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج بوش ادارې او د ګوانتانامو د زندان پلویانو هڅه کړې وه، ترڅو د ګوانتانامو د زندان اړوند موضوعات پټ وساتي او تل یې په دغه زندان کې بند شوي کسان 'تر ټولو بد کسان' یاد کړي وو.

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې دغې څیړونکې د دغه رپوټ د جوړولو هدف له جنګي جرمونو سره خپله لیوالتیا یاده کړه او ویې ویل، چې هغې په افغانستان کې زیات وخت تیر کړی او د دغه رپوټ له لارې یې هڅه کړې چې په ګوانتانامو کې د اتو افغان بندیانو د دوسیو نیمګړتیاوې رابرسیره کړي.

د اغلې کلارک پر وینا د هغې د معلوماتو له مخې یو افغان زنداني هم د جګړې په ډګر کې نیول شوی نه دی او دا هغه معلومات دي، چې د ویکي لیکس له خوا په خپرو شوو رسمي اسنادو کې ترلاسه شوي دي.

د رپوټ پر بنسټ د دغو اتو افغان بندیانو له شمیرې شپږ تنه یې د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو له خوا امریکا ته سپارل شوي او دوه تنه نور د ناپیژانده استخباراتي سرچینو د اطلاعاتو پر بنسټ نیول شوي دي.

اغلې کلارک وویل د هغې موندنې ښيي، چې په ګوانتانامو کې د اتو افغان بندیانو په اړه هیڅ ډول جامع استخباراتي رپوټ ورکړل شوی نه دی او د شکنجو په مټ له هغوی څخه اقرار اخیستل شوی دی.

هغې په خپل رپوټ کې لیکلي، چې دا اته تنه د ضعیفو استخباراتي اطلاعاتو پر بنسټ نیول شوي دي.

د دغو افغان بندیانو له ډلې پنځه تنه یې لا هم د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې ساتل کیږي او درې تنه نور یې د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې متحده عربي اماراتو ته ولیږدول شول.

د امریکا دفاع وزارت د روان کال په اګست میاشت کې پنځه لس بندیان له ګوانتانامو څخه متحده عربي امارتو ته ولیږدول چې په کې درې تنه افغانان او دولس تنه یمني بندیان شامل وو.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د ګوانتانامو په زندان کې ۶۱ بندیان ساتل کیږي.

که څه هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ګوانتانامو زندان پر بندولو ټینګار کړی، خو د امریکا په کانګرس کې د جمهوريت غوښتونکو د غوڅ اکثریت د مخالفت له امله دا زندان لا هم فعاله دی.

لا تر اوسه افغان حکومت د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG