د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې دوو پولیسو خپل اته همکاران وژلي


بريدګرو پوليسو د خپلو ملګرو ۸ ميله وسله او د پوستې رينجر موټر هم له ځان سره وړی دی.
بريدګرو پوليسو د خپلو ملګرو ۸ ميله وسله او د پوستې رينجر موټر هم له ځان سره وړی دی.

په زابل کې اته پوليس د خپلو دوو همکارو پولیسو له خوا وژل شوي او بريد کونکي له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزي امريکا غږ ته وويل چې پېښه تيره شپه د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري سيمې د ښاره په پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه لومړنۍ پلټنې ښيي چې بريد کونکي پوليس د وسله‌والو طالبانو نفوذي کسان وو، خو امنيتي سرتيرو يې د نيول کيدو هڅې پيل کړي.

بريد کونکو پوليسو ۸ ميله وسلې او د پوستې رينجر موټر هم له ځان سره وړي.

وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نده کړې.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم د هلمند ولایت په دویمه امنيتي حوزه کې په ورته پیښه کې ۱۱ پوليس د خوب په حالت کې د خپل یو همکار له خوا ووژل شول او بريد کونکی له برید وروسته له وسله‌والو طالبانو سره يو ځای شو.

په جنوبي ولايتونو کې تر دې مخ کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوي دي.

په همدې موخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت شاوخوا شپږ میاشتې مخکې د جنوبي ولایتونو د پوليسو په ليکو کې اصلاحات پیل کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG