د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د بگرام اډې شپږ ساتونکي وژلي دي


دغه انځور د یادې پېښې نه دی، له ارشیف نه اخیستل شوی دی
دغه انځور د یادې پېښې نه دی، له ارشیف نه اخیستل شوی دی

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي دي چې وسله والو د بگرام شپږ افغان امنیتي ساتونکي وژلي او دوی له دې پیښې خبر دي.

دغه ځواکونه په یوه اعلامیه وایي چې دا پیښه د دوشنبې په ماښام شوې ده. دا کار کوونکي کار ته روان و چې وسله والو پرې برید وکړ. دوی په برید کې دوه تنه ټپیان شوي چې اوس په روغتون کې دي.

بلخوا د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شاهکار وایي چې د طالبانو په دغه برید کې اته تنه وژل شوي دي. طالبان وایي چې برید دوی کړی.

د پیښې په هکله مخکنی رپوټ

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایي، تیره شپه د بګرام د هوایي ډګر اته ملکي افغان کارکوونکي ناپیژاندو وسله والو په ډزو وژلي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي امریکا غږ اشنا راډیو ته دا پیښه تائید کړې او ویلي دي چې پر دغو ملکي وګړو دا برید د شاکا په کلي کې تیره شپه شوی، چې په پایله کې اته تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

څو میاشتې وړاندې په بګرام هوایي ډګر کې میشتو بهرنیو ځواکونو د شاکا له کلي د انګورو له یو بڼ څخه یو ټن چاودیدونکي توکي کشف او ضبط کړي وو.

د پروان سیمه ییز چارواکو دا برید د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو کار ګڼلی، خو مخامخ یې کومې ډلې ته ګوته نه ده نیولې.

طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دې برید مسولیت اخیستی دی او ادعا یې کړې چې وژل شوې وګړي کارګران نه وو بلکې د مجاهد د ادعا له مخې هغوی امریکایانو ته جاسوسي کوله.

له دې وړاندې د بګرام د هوایي ډګر افغان ملکي کارګران په انفرادي ډول تر برید لاندې راغلي وو، چې سیمه ییزو چارواکو د هغوی د وژل کیدو علت شخصي دښمنۍ ګڼلې وې.

خو د بګرام ولسوال وایي دا لومړی ځل دی چې په ډله ییز ډول په زیات شمیر کارګرانو باندې وسله وال برید کیږي او اته تنه په کې وژل کیږي.

د بلې خوا د پروان ولایت د بګرام په ولسوالۍ کې یو ځانمرګی بریدګر خپل هدف ته د رسیدلو وړاندې امنیتي کارکوونکو نیولی دی.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وویل "یو ځانمرګی بریدګر چې چاودیدونکی توکې او لاسې بمونه ورسره وو او د قاطع ملاتړ ماموریت په ځواکونو یې د برید نیت درلود، هدف ته د رسیدلو وړاندې د پولیسو له خوا ونیول شو".

پولیسو ویلي چې دا ځانمرکی ۱۶ کلن دی او د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

نږدې شل ورځې وړاندې دوه ځانمرګو چې سیمه ییزو چارواکو د پاکستان اوسیدونکي معرفي کړي دي او غوښتل یې د قاطع ملاتړ ماموریت پر ځواکونو برید وکړي، د برید وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول، خو دوه نورو ځانمرګي له امنیتي ځواکونو څخه په تیښته بریالي شوي وو.

د بګرام په هوایي ډګر کې په زرګونو امریکایي سرتیري دیره دي.

تر تیرکال پورې په دغه هوایي ډګر کې په سلګونو افغان کارګرانو کار کوه، خو د دغه هیوایي ډګر په دروازه کې د تیرکال له ځانمرګي برید وروسته په دغه هوایي ډګر کې د افغان کارګرانو شمیر راکم شوی دی.

XS
SM
MD
LG