د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې اته برمته شوي هزاره مسافر خوشې شول


دا اته هزاره مسافر نږدې نهه میاشتې وړاندې د زابل د شاه جوی ولسوالۍ څخه د داعش وسله والو تښتولي وو
دا اته هزاره مسافر نږدې نهه میاشتې وړاندې د زابل د شاه جوی ولسوالۍ څخه د داعش وسله والو تښتولي وو

په غزني کې سیمه ایز چارواکي وایي چې اته تنه هزاره مسافر چې نږدې نهه میاشتې وړاندې د داعش ډلې زابل ته تښتولي وو، خوشې شوي اونن خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د هغو ۳۱ مسافرو له ډلې پاتې شوي اته تنه د وسله والو له بند څخه ژغورلي شوي، چې د تیر کال په حوت میاشت کې د غزني او کندهار په لویې لارې برمته شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د دغه ریاست ځواکونو نن په زابل ولایت کې هغه اته تنه مسافر د برمته کوونکو له بند څخه ژغورلي چې تیر کال د حوت په میاشت کې د کندهار غزني په لویه لار د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالی کې برمته شوي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په خوشې شویو مسافرو کې دوه ښځې او یو ماشوم هم شامل دی چې دا مهال خپلو کورونو ته رسول شوي دي.

په همدې توګه په غزني کې سیمه ایز چارواکي وايي چې اته تنه هزاره مسافر چې تیر کال د داعش وسله والو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالی نه تښتولي وو خوشې شوي او جاغوري ته ستانه شوي دي.

د جاغوري ولسوال ظفر شریف امریکا غږ ته وویل چې برمته شوي کسان د قومي مشرانو او مخورو په هڅو او منځګړیتوب خوشې شوي دي.

تیر کال په حوت میاشت کې د داعش وسله والو د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د کندهار لويې لارې په سر ۳۱ مسافر له موټر څخه راکښته او د دې ولایت خاک افغان ولسوالۍ ته وړي وو.

خو د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دا اته مسافر هغه مهال خوشې شول کله چې د طالبانو د ملا اختر منصور ډلې د خاک افغان ولسوالۍ څخه د داعش وسله وال وشړل.

په سیمه کې ځایی اوسیدونکو امریکا غږ ته وویل، دا مسافر د داعش وسله والو له خوا په کورونو کې ساتل کیدل چې د دغې ډلې د جنګیالیو له تېښتې وروسته دوی هم آزاد شول.

دا شمیر مسافر په داسې حال کې د داعش له برمتې ژغورل شوي چې دوه ورځې مخکې د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د اوو نورو برمته شویو مسافرو مړي وموندل شول.

د دغو مسافرو د وژنې په غبرګون نن په کابل، بامیان او غزني ولایتونو کې سلګونو کسانو لاریون وکړ.

ژابل کې د طالبانو نومول شوي والي ټپي شوی

د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي وايی، د داعش ډلې جنګیالیو نن سهار د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې درې ځانمرګي بریدونه کړي، چې ورکې د طالبانو د یو پوځي مسئول په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ امریکا غږ ته ویل، د داعش ډلې لومړی په خپلو ملګرو د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د بیلو سیمې په دوو کورونو کې هغه مهال ځانمرګي بريدونه ترسره کړل چې د ملا اختر محمد منصور د پلویانو په محاصره کې ایسار شوي وو.

د اسدالله کاکړ پر وینا په وژل شوو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د داعش د ډلې ۱۴ غړي شامل دي.

دغه راز، د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکا غږ ته وويل، د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش د جنګیالیو په یو جلا ځانمرګي برید کې د پیرا په نوم د طالبانو یو پوځي مسئول وژل شوی او د زابل لپاره د ملا اختر منصور د ډلې لخوا ټاکل شوی والي مولوي مطيع الله ټپي شوی دی.

خو لا تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې دا خبر نه دی تائید کړی.

دغه راز سیمه ييز اوسیدونکي وايي چي په زابل کي د وسله والو طالبانو د ۲ سیالو غاړو ترمنځ د جګړې د بیا پيلیدو لپاره له دواړو غاړو څخه ګڼ شمیر وسله وال د دغه ولایت شمالي سیمې (سولان درې) ته ورغلي دي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي اشنا رادیو ته وويل چي د زابل په شمال کې د پرون سهار له ۹ بجو څخه د نن ورځې تر ۱۱ بجو پورې د وسله والو طالبانو د سیالو ډلو ترمنځ جګړه دریدلې خو د جګړې ډګر ته د جنګ د بیا پیلیدو لپاره نوي وسله وال طالبان له بیلا بیلو سیمو څخه راټول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG