د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبیري:‌ د افغانستان هوايي ځواک تجهیزوو


\

\

غانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر کارل ایکنبیري وايي چې امریکا د ملي اردو د هوايي ځواک د روزنې او تجهیز لپاره په راتلونکو څو کلونو کې پراخ پلانونه لري او دا چاره لږه پېچلې ده.

د امریکا سفیر چې نن د ملي اردو د هوايي قواوو له روزنیز کنډک لیدنه کوله، د اشنا تلویزیون ددې پوښتنې چې د امنیت له انتقال سره جوخته د ملي اردو او په ځانګړي ډول د هوايي قواوو د تجهیز خبره کیږي په ځواب کې وویل چې، د هوايي ځواک لپاره د الوتکو اخېستو چاره تر ټولو نورو سخته او اوږده ده ولې بیا هم امریکا متعهده ده چې د افغانستان د هوايي ځواک اړتیاوې پوره کړي.

کارل ایکنبیري:‌ "پدې خاطر چې هوايي ځواک جوړ کړئ، نو تاسې نه یوازې الوتکو ته اړتیا لرئ بلکې ښه روزل شويو پيلوټانو ته هم اړتیا لرئ، دا هغه څه دي چې تاسې یې زما شاته وينئ دوی د افغانستان د هوايي ځواک اینده دي، دا هغه پیلوټان دي چې د انګلیسي ژبې زده کړې ورکول کیږي، بیا دوی امریکا ته ځي چې هلته انګلیسي پخه زده کړي او د پيلوټۍ مهارتونه هم یاد کړي."

د کابل په هوايي ډګر کې د پیلوټانو د روزنې دا مرکز چې د امریکا د هوايي ځواک له لوري حمایه کیږي، دا مهال څلوېښت زده کوونکي لري چې څلور پکې انجونې هم دي.

ددغه مرکز امریکايي چارواکي وايي چې دغو پيلوټانو ته به د جنګي او لوژستیکي الوتکو د چلولو مهارتونه وښودل شي او دا ډول به د الوتکو د انجنیرۍ زده کړې هم پکې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG