د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبیري: افغانانو ته مسولیت سپارل د افغان دولت د تقویې مانا لري


ایکنبیري: افغانانو ته مسولیت سپارل د افغان دولت د تقویې مانا لري
ایکنبیري: افغانانو ته مسولیت سپارل د افغان دولت د تقویې مانا لري

په افغانستان کې د امریکا سفیر وایي افغانانو ته د دوی د هیواد امنیتی مسولیت سپارل د افغان دولت د ظرفیتونو د لوړ والی مانا لري.

کارل ایکنبیری تینګار کوي چی نړیواله ټولنه به د افغانستان په یواځی پریښودو سره تیره اشتباه تکرار نکړي.

هغه وایی دوی به طالبانو ته ضرور ماتی ورکوي او د افغانستان د بیا ودانولو لپاره به په ۴ مهمو برخو کی خپلی مرستی متمرکز کوي.

ایکنبیری وایی د ولسمشر کرزی سره د دولت سره د موازی بنستونو په له منځه وړلو کې همغږي دي.

ښاغلی ایکنبیري چې افغان محصلاتو سره د خدای پاماني په موخه کابل پوهنتون ته ورغلی وو محصلانو سره د لیدو پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې امریکا به هیڅ کله دا هیواد يواځې نه پریږدي او د پوهنتونونو او محصلانو د زده کړو په بهیر کې به لکه د تیر پراخې او هر اړخیزې مرستې کوي.

سفیر ایکنبیری وایی د انتقال د لړۍ مانا دا نه ده چې امریکا او نړیواله تولنه به افغانستان يواځې پریږدي بلکه یواځې مسولیتونه به افغان چارواکو ته سپارل کیږي خو امریکا به دې هیواد سره د همیشني ملګري او همکار په توګه پاتې وي.

سفیر ایکنبیري وایي د ولسمشر کرزي سره د دولت د موازي بنسټونو په له منځه وړلو کې همغږي دي او که هیواد یې په دې څو کلو کې یې د افغان دولت ږغ ته پام ندی کړی خپله اشتباه منی خو همدارنګه وایی چې په ۲۰۰۲ کې د پی ار ټی ګانو یا د ولایتی بیا رغاونو د تیمونو د را منځته کیدو لوی دلیل درلود هغه مهال افغان پیاوړی دولت موجود نه وو خصوصي سکتور ړنګ وو خو نن داسې نه ده.

سفیر ایکنبیري چې د محصلانو سره یې ازاد بحث کولو وویل د ملکي کسانو په مړینه کې یې اندیښنې د افغانانو سره شریکې دي هغه تاییدوي په جګړه کې اشتباهات را منځته کیږي خو وایي هیله لري چې د هغو کسانو سره چې په کابل بانک کې یې بیګناه وګړی ووژل پرتله نکړي.

سفیر د ملکي تلفاتو د مخنیوي یوه لاره هم د انتقال لړۍ وګڼله او وایي له دې کار سره به نور د نړیوالو ځواکونو په لاس د ملکي وژنو ویره هم له منځه ولاړه شي.

د امریکی سفیر د انتقال لړی د تر سره کیدو باندی دیر تینګار کوی او وایی دا پروسه باید بشپړه او یقینی شی او افغانان باید د خپل هیواد په ودانولو او تعلیم او پر مختګ کی لویه ونده واخلی .

نړیوالی ټو لنی پتیلی ده چی د انتقال د تر سره کیدو وروسته به ددوی مرستی نیغ په نیغه افغان دولت سره وی او د امریکی سفیر هم وایی چی وروسته له دی به ۵۰ په سلو کی مرستی د دولت له لاری افغانانو ته رسول کیږي.

ایکنبیری وایی دا کار په عین حال کی د افغان دولت لپاره یو سخت امتحان هم دی چی څنګه کولای شی ددی مرستو پّه اړوند ړونتیا او شفافیت وساتي.

د امریکی سفیر د یوی محصلی هغه ویره هم بی ځایه ګنی چی طالبان دی بیا په دی هیواد کی واګی تر لاسه کړی ، د ښځو حقونه دی تر پښو لاندی شی ، او افغانستان دی بیا د بحران کومی ته واستول شي.

هغه وایی اوس مهال ددی دی چی افغانان پر خپل دولت زور واچوی چی يواځی خپلو کورنیو ته نه بلکه ټول هویاد ته خدمت وکړي.

کارل ایکنبیری د تروریزم سره په اوږدی مبارزه کی د افغانانو او امریکاییانو پر ګډو هڅو او مشارکت ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG