د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبري: د اسامه مرګ طالبانو ته موقع ده


ایکنبري: د اسامه مرګ طالبانو ته موقع ده
ایکنبري: د اسامه مرګ طالبانو ته موقع ده

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر کارل ایکنبیري وايي چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته طالبانو ته ښه موقعې په لاس ورغلې چې له وسلوال مخالفت لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

سفیر کارل ایکنبیري چې نن د امریکا په سفارت کې له خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې طالبانو ته داسې یوه ښه موقعې هیڅکله په لاس نه وه ورغلې، سفیر کارل ایکنبیري په پاکستان کې د اسامه د وژل کېدو د موضوع د یادولو ترڅنګ پدې ټینګار درلود چې د القاعدې، طالبانو او حقاني ډلو مهم مشران او رهبري په افغانستان کې نده او پتنځایونه یې په پاکستان کې دي.

سفیر ایکنبیري زیاته کړه چې د امریکا په مهمو ماموریتونو او پالیسو کې اوس دا ده چې هر کله د القاعدې شبکې او یا هر هغه څوک چې د امریکا کورنی امنیت تهدیدوي، په اړه معلومات پیدا کړي یا یې نیسي او یا به یې وژني چې همدا څه یې اسامه سره وکړل.

هغه وویل که څه هم اسامه وژل شوی ولې بیا هم د القاعده تهدیدونه پای ته ندي رسېدلي او په وړاندې به یې جګړې ته دوام ورکوي.

د امریکا سفیر وايي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژیک تړون په اړه د دواړو هیوادونو د حکومتونو پراخ بحثونه روان دي، خو هغه یو ځل بیا د امریکا د دایمي اډو د شتون غوښتنه رده کړه دا پداسې حال کې ده چې جمهور رئیس کرزي څو وارې ویلي چې امریکا ترې دايمي اډې غوښتې دي.

کارل ایکنبیري، په افغانستان کې د امریکا سفیر: ‪"‬یو ځل بیا هم غواړمه چې تکرار کړمه تاسې به څو وارې دا اورېدلي وي، امریکا د افغانستان له حکومت سره د ستراتيژیک تړون غوښتنه کوي خو په ځانګړي ډول هیڅ داسې کټګوري کړې نده چې د دایمي اډو د شتون غوښتنه دې وشي.‪"‬

د امریکا سفیر کارل ایکنبیري دا ډول زیاته کړه چې دا ستراتيژیک تړون به هيڅکله ددې معنی ونه لري چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه ترې متضرره شي.

XS
SM
MD
LG