د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو نن بیا د انتخاباتو د ناامنه کولو گواښ وکړ


طالبانو نن بیا د انتخاباتو د ناامنه کولو گواښ وکړ
طالبانو نن بیا د انتخاباتو د ناامنه کولو گواښ وکړ

طالبانو نن یو وار بیا په افغانستان کی د شنبی په ورځ د پارلمانی انتخاباتو په وخت د حملو گواښ وکړ. طالبانو نن اعلان وکړ چه په ټول هیوا دکی به د انتخاباتو په وخت د رایو ورکولو په مرکزونو باندی حملی وکړي. هغوی د افغانانو نه وغوښتل چې په انتخاباتو کې دې گډون نه کوي.

تقریبا دوه زره پنځه سوه کسانو خپل ځانونه دپارلمان داولسی جرگی د دوه سوه نهه څلویښتو څوکیو لپاره کاندید کړی دي. طالبانو تراوسه پوری د سپټامبر په اتلسمه د پارلمانی انتخاباتو دشروع کیدلو نه مخکی دری تنه کاندیدان او دانتخاباتی مبارزی څو کارکوونکي وژلی دي.

خو د گواښونو سره سره دافغانستان دحکومت ماموران لگیادي رایی ورکونکو ته ډاډ ورکوی چه امنیت نیول شوی دی او په انتخاباتو کی دی برخه واخله.

د عفوی نړیوال سازمان نن وویل چه په خاصه توگه ښځی کاندیدانی د ډیر زیات خطر سره مخامخ دي. نوموړی سازمان وایی ځینو ښځو کاندیدانو ورته وویل چه سیمه ایزه امنیتی ارگانونه ورته دامنیت دبرابرلو نه ډډه کوی او که چیری کومه حمله پر یوشی نو تفتتیش یی نه کیږی

دوه لکه پنځوس زره پولیسان او عسکر به دانتخاباتو په ورځ دانتخاباتی مرکزونو دامنیت د ساتلو لپاره وگمارل شی او نړیوال ایتلافی ځواکونه به یی ملا تړ کوی. خو د امنیت دمشکل نه علاوه دپارلمانی انتخاباتو دمشروعیت په اړه هم اوس یو لړ تشویشونه راپیدا شوی

له بلی خوا ناتو نن وویل چه دافغانستان په جنوب کی یی یو عسکر د طالبانو په برید کی وژل شوی دی. ناتو وایی چه دکندوز په ولایت کی دایتلافی قواو دیوی هوایی حملی په نتیجه کی پرون اته تنه طالبان ووژل شول. ناتو وویل چه د طالبانو یوه سیمه ایز قوماندان غوښتل چه دشنبی دورځی انتخابات په ولایت کی گډوډ کړی ن ځکه یی پری برید وکړ.

همدا راز ناتو وایی چه دارزگان په ولایت ک یی دایتلافی قواو دپوځی اډی مخی ته دسیمی د خلکو د یوی مظاهری په وخت یو سړی چه کلشینکوف یی په لاس کی ؤ، وویشته.

ناتو وویل هغه غوښتل چه پوځی اډی ته ورننوځی. ناتو وایی تقریبا سل کسان دمظاهری لپاره دپوځی اډی مخی ته راټول شوی وو. مظاهره کوونکو چه دقران کریم دنسخو دسوځولو په باب یی دیوه پادری د اعلان په خلاف مظاهره کوله اډه یی په تیگو او ډبرو باندی وویشتله.

XS
SM
MD
LG