د لاس رسي وړ اتصالات

د مرسیدیز بنز شرکت لومړنی برقي موټر به په بریمن کې جوړ شي


د لاس انجلس د موټرو په نندارتون کې مرسیدیز بنز موټر.
د لاس انجلس د موټرو په نندارتون کې مرسیدیز بنز موټر.

د مرسیدیز بنز تولیدونکي شرکت دیملر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا شرکت به د اي کیو، خپل برقي موټر د روانې لسیزې په پای کې د جرمني په بریمن ښار کې جوړ کړي.

د برقي بطریو د جوړولو په برخه کې ښه پرمختګ او د لوګي نه تولیدوونکو موټرو رانیولو ته د مشتریانو لیوالتیا، هغه عوامل دي چې د مرسیدز بنز او دیملر شرکتونه یې هڅولي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې له لسو زیات برقي ځېرک موټر تولید کړي.

هغه ماډل چې ټاکل شوېده د جرمني په بریمن کې جوړ شي هغه سپورتي جیپ ډوله موټر ته به ورته وي چې نمونه یې تیره میاشت په پاریس کې د موټرو په نړیوال نندارتون کې وښودل شوه.

د بریمن د موټرو د تولید کارخانه دمګړۍ د سي کلاس د هغو هایبرډ یا نیمه برقي موټرو په ګډون چې په پلګ کولو سره چارجیږي او د جي ال سي جیپ ډوله موټرو په ګډون ۱۰ ډوله بیلابیل موټر جوړوي. همدارنګه به د مرسیدز هایدروجني جي ال سي ماډل چې ښايي د ټیوټا له میرای ماډل سره به رقابت وکړي هم په دغې کارخانې کې جوړ شي.

د دغه شرکت د برقي موټرو لپاره به بطرۍ د جرمني په ختیځ ښار کامنز کې جوړې شي.

XS
SM
MD
LG