د لاس رسي وړ اتصالات

د بریښنايي تذکرو ویشل د ولسمشر حُکم ته ځنډول شوي


د بریښنايي تذکرو د څانګې عملیاتي رئیس نصیر احمد امین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې جمهوري ریاست ته د یو لیک په استولو سره یې له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتي چې د بریښنايي تذکرو د ویشلو نیټه معلومه کړي.

ښاغلي امین وویل "ولسمشر دوه ورځې مخکې د نفوسو د احوال د ثبتولو قانون توشیح کړ، دا قانون په رسمي جریده کې خپریږي، دا چې موږ کله خپل کار پيل کړو په دې اړه مو یو مکتوب جمهوري ریاست ته استولی دی، موږ ډاډه یو چې کله ولسمشر له سفر څخه بیرته راستون شي د تذکرو د ویشلو کره نیټه به موږ ته اعلان کړي ځکه چې موږ لومړۍ تذکره ولسمشر ته ورکوو".

د ښاغلي امین پر وینا د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به د کابل له ښار څخه پیل شي او د یوه کال په موده کې به د دې ولایت ټولو اوسیدونکو ته بریښنايي تذکرې ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې له کابل څخه وروسته به د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې د ټاکل شویو زونونو پر بنسټ په ولایتونو کې هم پیل شي.

د بریښنايي تذکرو د څانګې رئیس وویل د دغو تذکرو د ویشلو لپاره څلور پړاونه په پام کې نیول شوي دي چې پيل کې له کابل میشتو څخه معلومات ترلاسه کوي، په دویم پړاو کې د هغوي هویت تثبیتوي، په دریم پړاو کې راټولو شوي معلومات ډیټابیس کې ثبتوي او په وروستي پړاو کې بریښنايي تذکرې چاپوي چې د دغو چارو ترسره کول زیات وخت ته اړتیا لري.

ښاغلي امین وویل "او په پای کې څلورم میکانیزم چې موږ په پام کې نیولې دی د تذکرو پرینټ دی، دغه چارې زیات وخت ته اړتیا لري څکه چې زیات دقت غواړي او زموږ کاغذي تذکرې د ځانګړي دقت او صحت درلودونکي نه دي نو موږ غواړو ټولې هغه نیمګړتیاوې چې هلته شتون لري له مخې لرې کړو او د تذکرو ویش پيل کړو".

ښاغلي امین زیاته کړه چې د بریښنايي تذکرو د ویشولو چاره به له ۵ کلونو څخه نیولې تر ۷ کلونو پورې په ټول افغانستان کې بشپړه شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په یو شمیر زیاتو سیمو کې امنیتي حالت ښه نه دی او یو شمیر ولسوالۍ د افغان دولت له کنټرول څخه بهر دي، چې د بریښنايي تذکرو د ویشلو چاره به له خنډ سره مخ کړي.

په دې اړه ښاغلي امین وویل "زه ډاډه یم چې ټول افغانان به په دې بهیر کې ګډون وکړي او که چیرې امنیت ټینګ شي نو زموږ په کار کې کومه ستونزه نشته او هغه پلان مو چې جوړ کړی دی پلی به یې کړو".

دغه راز، د بریښنايي تذکرو د ادارې دغه چارواکي وویل چې د بریښنايي تذکرو په ویشلو سره به هغه بهرني اتباع هم معلوم شي چې افغاني تذکرې یې اخیستي دي او په همدې توګه هیڅ څوک نشي کولی چې له یوې تذکرې څخه زیاتې واخلي.

د ښاغلي امین پر وینا کله چې یو کس بریښنايي تذکره اخلي د هغه د سترګو عکس او د ګوتو نښې په سیسټم کې ثبت کیږي چې د تذکرې د اخیستلو په برخه کې د هر ډول درغلۍ د مخنیوي لپاره ګټوره ده او هیڅ څوک نشي کولی چې په دې برخه کې سرغړونه وکړي.

ښاغلي امین وویل چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کارکونکي یې په کابل کې پر دندو ګمارلي چې په دغه ولایت کې د تذکرو د ویش چارې ترسره کړي او وروسته به په ولایتونو کې هم د تذکرو د ویش دفترونه پرانیزي.

اوسمهال په افغانستان کې کاغذي تذکرې چې په پاڼو کې چاپ شوي دي رسمیت لري، دغه تذکرې په آسانۍ له منځه ځي چې ډيری افغانان یې له ځان سره نه لیږدولی او په همدې توګه د دغو تذکرو جعل هم په آسانۍ جوړیدلی شي.

XS
SM
MD
LG