د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا والي وايي زرګونه نوي کار کوونکي په دندو ګماري


ښاغلي شارق امریکا غږ ته وویل چې هڅه یې دا ده چې په را روانو نهو میاشتو کې د مامورینو د کموالي دغه ستونزه حل کړي.
ښاغلي شارق امریکا غږ ته وویل چې هڅه یې دا ده چې په را روانو نهو میاشتو کې د مامورینو د کموالي دغه ستونزه حل کړي.

د پکتيکا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د معلوماتو له مخې دغه ولايت په ټوليز ډول ۴۳ رياستونه او نورې ادارې لري، چې د مامورينو د کمښت له کبله له جدي مشکلاتو سره مخ دي.

ددغې ادارې د مسوولينو په وينا په يادو شويو ادارو کې څه باندې ۳۴۰۰ بستونه خالي پراته دي، چې له همدې کبله په دغه ولايت کې حکومتوالي کمزورې او له ننګونو سره مخ ده.

په همدې حال کې د پکتيکا والي امين الله شارق وايي، چې دغه مسئله يې جدي نيولې او هڅه کوي، چې په راتلونکو نهو مياشتو کې مامورين پيدا او په ادارو کې يې پر دندو وګماري.

هغه وايي ”سږکال مو ۴۴۳ بستونه د ازاد رقابت له لارې ډک کړل او راتلونکی کال پلان لرم، چې دا ټول خالي بستونه ډک کړو. په دې برخه کې مو رياستونو ته دنده سپارلې ده. هڅه مو دا ده، چې لېسانس او يا له څوارلسم څخه فارغ ځوانان راجلب کړو ‟.

د تېر حکومت پرمهال پکتيکا د افغانستان له ناامنه ولايتونو ګڼل کېده، نه يواځې په ولسواليو کې حکومت له ننګونو سره مخ و، بلکې په مرکز ښرنه کې هم د حکومتي دندې ترسره کول ډېر سخت کار بلل کېده.

والي امين الله شارق په دې ولايت کې د ناامنۍ ترڅنګ ځينې نور مسائل د لاملونو په توګه يادوي، چې حکومتي ادارې يې د مامورينو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ کړې دي.

هغه وویل ”پکتيکا کې د لوستو ځوانانو شمېر دومره ډېر نه و، چې دغه بستونه يې ډک کړي وای. که وو هم، نو په کابل او يا يې نورو ولايتونو کې دندې ترسره کولې. خو خوشبختانه اوس د پوهنتون، انستېتيوت کافي فارغين ورکړي او موږ هڅه کوو، چې دغه کسان پر دندو وګمارو ‟.

په عين وخت کې د پکتيکا زياتره هغه ځوانان، چې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو او يا هم د دوولسمو ټولګيو سندونه په لاس لري، پر دندو د ګمارنې په لټه کې لالهانده ګرځي.

خو د پکتيکا والي امين الله شارق امريکاغږ ته وويل، لومړيتوب همدغو ځوانانو ته ورکوي. هغه ژمنه وکړه، چې د مامورينو د ګمارنې په برخه کې به د عدالت د تامين لپاره پوره هڅه وکړي.

هغه وايي”هرڅوک چې رياستونو او يا ولايت ته مراجعه وکړي او په خاص ډول معارف ته مراجعه وکړي، انشاالله په استخدام کې به يې هيڅ ډول ستونزه نه وي موجوده او موږ به ورته ښه راغلاست ووايو‟.

والي شارق زياته کړه، چې په حکومتي ادارو کې د مامورينو د کمښت ستونزې په حل سره به وکولای شي، خلکو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

د څېړونکو له نظره په دې کار سره هم پر حکومت د خلکو باور زياتېږي او هم د دولتي حاکميت په پياوړتيا او پراختيا کې مهم موثريت لري.

XS
SM
MD
LG