د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د اقلیم بدلون د افغانانو په ژوند ناوړه اغیزه کړې


ښاغلي غني وویل، وګړي نه یوازې حقونه، بلکې وجایب هم لري، نو موږ باید خپله برخه وجایب ادا کړو.
ښاغلي غني وویل، وګړي نه یوازې حقونه، بلکې وجایب هم لري، نو موږ باید خپله برخه وجایب ادا کړو.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راډیوي وینا کې په افغانستان باندې د اقلیمي بدلونو د اغیز یو مثال د بدخشان په ځینو سیمو د جوزا په روانه میاشت کې د وارو د پنځه ساعته پرله پسې اورښت یادونه کړې او ویلي دي چې دا ډول بدلونونه ژوند او کرهڼې ته زیان رسوي.

جمهور رئیس غني وایي " د افغانستان په جنوب کې له ۱۳۷۵ کال راهیسې له اوږدې وچکالي سره مخ یو چې د کوکنارو د کرلو او د جرمي اقتصاد د زیاتېدلو یو لوی علت یې ګڼلای شو. دغه راز په کابل کې اوس د مني او ژمي په موسمونو کې کله نا کله هوا دومره ناپاکه شي چې ان په پنځه متري کې یو شی سم نه لیدل کیږي".

نن د جون د میاشتې پنځمه چې د جوزا د میاشتې له پنځلسمې سره سمون خوري، د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ده.

جمهور رئیس محمداشرف غني، د چاپیریال د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت نن سهار په کابل ښار کې د ښاروالۍ د کارکوونکو جامې په تن کړې وې او د پامیر سینما د واټ په غاړه یې د ښار پاکولو په چارو کې د ښاروالۍ د کارګرانو سره عملاً برخه اخیستې وه.

جمهور رئیس غني د ښاروالۍ له کارکوونکو او هغو ځوانانو څخه مننه وکړه چې د چاپیریال د نړیوالې ورځې د لمانځنې په مناسبت په دغه سیمه کې سره راټول شوي وو.

ښاغلي غني د ځوانانو دغه ټولنیز حرکت وستایه او په ټولو خلکو یې په دغه حرکت کې د ګډون غږ وکړ.

جمهور رئیس وویل" زموږ او تاسو ټولو ژوند سره تړلی دی، که کوڅه، ټول ښار او ټول هېواد د کور په څېر خپل ونه ګڼو، نو په کور کې هم نشو ارامه کېدلی. دولت، مدني ټولنه او ټول وګړي باید د ژوند د پاک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره یو بل ته لاس ورکړي".

ښاغلي غني وویل، وګړي نه یوازې حقونه، بلکې وجایب هم لري، نو موږ باید خپله برخه وجایب ادا کړو.

جمهوررئیس غني ددغې ورځې په مناسبت په خپله راډیوي وینا کې ویلي، حکومت پریکړه کړې چې په افغانستان کې چاپیریال ساتنې د دود د پراختیا لپاره به له دې وروسته هرکال د جوزا په پنځلسمه د چاپیریال ساتنې اونۍ ولمانځل شي.

ښاغلي غني وایي " د هوا ککړتیا د ګڼو کسانو د مرګ مستقیم یا غیرمستقیم عامل دی. د دنیا په نورو هیوادونو کې د ښارونو د هوا د پاکوالي په برخه کې کامیابې تجربې شوې دي چې مونږ ورنه استفاده کولای شو. مثلا په عمومي ترانسپورت باندې سرمایه ګذاري د دې سبب کیږي چې خلک په بسونو کې تګ راتګ ته ترجیح ورکړي او په لویو ښارونو کې د لارو بندېدل او د موټرو لوګي کم شي. د هوا د پاکوالي لپاره هیوادوالو ته ډاډ ورکوو چې د بد کیفیته تېلو واردولو ته به په هیڅ وجه اجازه ورنه کړو".

جمهوررئیس غني په خپله وینا کې په ښارونو کې د چاپیریال د ککړتیا په عواملو د خبرو په وخت د چاپیریال ساتنې یولړ نورو مسلو ته هم اشاره وکړه او د مثال په توګه په ودونو کې د لوړ غږ لرونکو لوډسپیکرونو څخه کار اخیستل هم یاد کړل.

همداشان جمهوررئیس غني د هوا او خاورې ککړتیا یادونه کړې ده او ویلي دي چې د کلو پر ځای په ښارونو کې ډیر خلک د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري " د خاورو چټلوالی یو بل زیست محیطي مشکل دی چې زموږ لوی ښارونه او په تیره بیا کابل ورسره مخامخ دی. اوس د کابل کوڅې د مني د پاڼو په شان له پلاستیکي خلطو ډکې دي چې د خاورې د زهرجن کولو یو لوی عامل یې بللای شو."

ښاغلي غني وویل چې په کابل کې به د منځني عمر کسانو یاد وي چې د انګورو یوې چیلې به ټوله حویلۍ پوښلې وه خو اوس داسې مثالونه کم وینو، ځکه د خاورې او هوا پاکوالي ته صدمه رسېدلې ده.

هغه زیاته کړه " د هغو سیلانیانو په سفرنامو کې چې تر څلور، پنځه لسیزې پخوا پورې کابل ته راغلي، د کابل د نیلي آسمان او پاکې هوا ډېر تعریفونه شوي دي خو اوس نه آسمان هاغسې لاجوردي دی او نه هوا پاکه ده".

جمهور رئیس وایي پخوا به دوکاندارانو کاغذي خلطې جوړولې او په هغو کې به یې مشتریانو ته سودا ورکوله. دغه راز په ښاري کورنیو کې به ټوکرنېزې خلطې د سودا د راوړلو لپاره استعمالیدلې خو اوس یې ځای تر ډیره حده پلاستیکي خلطو نیولی دی چې صحت او چاپیریال ته تاوان پیښوي.

جمهور رئیس غني وویل، حکومت مصمم دی چې د کابل ښار چارچاپېره د لس زره هکتاره ځمکې په مساحت یو شین کمربند ایجاد کړي، څو په دې ډول د هوا له پاکوالي سره مرسته وشي. دې ته ورته اقدامات د هیواد د نورو ښارونو لپاره هم په نظر کې دي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وایي چې افغانستان د چاپیریال په برخه کې د یو لړ سترو ستونزو سره مخ دی که چیرې همدا اوس یې غم و نه خوړل شي نو راتلوونکي نسلونه به د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG