د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی څارنوال اریک هولډر استعفا وکړه


لکه څنګه چې ولسمشر اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر دی، اریک هولډر هم لومړنی تورپوستی لوی څارنوال و.
لکه څنګه چې ولسمشر اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر دی، اریک هولډر هم لومړنی تورپوستی لوی څارنوال و.

د امریکا لوی څارنوال اریک هولډر له دندې استعفی وکړه،خو د استعفی دلیل یې اعلان کړی نه دی. دی د ولسمشر اوباما نژدې ملګری بلل کېده.

ښاغلي هولډر داسې مهال له خپلې دندې استعفا کوي چې د امریکا په فیرګسن او میسوري کې مظاهرې روانې دي چې د ولسمشر اوباما د ادارې لپاره یو لوی سرخوږی بلل کیږي.

لکه څنګه چې ولسمشر اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر دی، اریک هولډر هم لومړنی تورپوستی لوی څارنوال و.

دی پر دغې څوکۍ شاوخوا شپږ کاله کار وکړ او په دې سره یې نوم د امریکا د هغوو لویو څارنوالانو په کې راغلی چې پر دغې څوکۍ ډېر وخت کار کړی دی.

اریک هولډر ولسمشر اوباما ته ډېر نژدې کس پاتې شوی او په ډېرو مسایلو کې یې د ښاغلي اوباما د پالیسۍ ننګه کړې ده .

په امریکا کې د مدني حقونو فعالان اندېښنه لري چې په داسې یو حساس حالت کې به د اوباما د ادارې لپاره ستونزمنه وي چې د اریک هولډر ځای ډک کړي، ځکه چې هغه د ښاغلي اوباما د ادارې یو ښه مدافع بلل کېده .

څه موده مخکې په فیرګوسن کې یو پولیس یو تورپوستی ځوان په ډزو وواژه چې له کبله یې ګڼې مظاهرې وشوې او لانجه لا هم روانه ده، چې له کبله یې د ولسمشر اوباما پر ادارې فشارونه زیات شوي دي.

ښاغلي هولډر هغه قانون هم تر پوښتنې لاندې راوستی و چې په ځینو ایالتونو کې یې بې وزلي تور پوستو او د لاتینې امریکا وګړو له تصویري پېژندپاڼو پرته اجازه نه ورکوله چې رایې ورکړي.

نوموړي ویلي و چې د دغه کار مخه به ونیسي.

د مدني حقونو مبارزین اندېښنه لري چې د رایې اچونې د حقونو، د بند د مودې په چارو کې د اصلاحاتو د راوستلو او د توکم پالنې پر ضد په ځینو موضوعګانو کې د ښاغلي هولډر هلې ځلې به د هغه د ده د ځای ناستي له لوري چې لا هم ټاکل شوی نه دی، له پامه وغورځول شي.

د مدني حقونو د مدافعانو د کمیټې مشر باربرا ارنوین وايي " موږ فکر کوو چې نوموړي ډېر ځلې هغه خبرې کولې چې اوباما نشوې کولی ."

اریک هولډر له احساساتو په ډکو خبرو کې له اوباما سره د خپلې ملګرتیا یادونه وکړه، ده وویل اوباما له هغه وخته پېژني چې هغه یو ځوان سناتور و او هڅه یې دا وه چې ولسمشر شي .

ښاغلي هولډر اوباما ته په خطاب کې وویل "موږ دواړه همکاران یو، خو زموږ اړیکې تر همکارۍ ډېرې ژورې دي، ته زما د خو او بدو شېبو یار و، زما په شخصي او مسلکي مسایلو کې به راسره وي".

په تېرو کلونو کې دغو دواړو مشرانو د توکمپالنې پر ضد خبرې کولې، ځکه چې دوی په خپله دغه ستونزه تجربه کړې وه .

کله چې اوباما د امریکا لومړنی تورپوستی ولسمشر شو، ویې لیکل " زما د پلار خوبونه " چې په اصل کې د نژاد او توکم خاطراتو پر ضد یادښتونه و.

لا د امریکا د لوی څارنوال اریک هولډر د استعفا دلیل معلوم نه دی، او همدغه راز لا روښانه نه ده چې د هغه پر ځای به څوک وګمارل شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG