د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا کې د پوځ اسونه تښتېدلي


د بریتانیې په پلازمینه لندن کې ددغه هېواد یو شمېر سترې پوځي قطعې میشتې دي، او د اکثرو دولتي او شاهي ودانیو شاوخوا زیاتره وخت اسونه تر سترګو کیږي.
د بریتانیې په پلازمینه لندن کې ددغه هېواد یو شمېر سترې پوځي قطعې میشتې دي، او د اکثرو دولتي او شاهي ودانیو شاوخوا زیاتره وخت اسونه تر سترګو کیږي.

د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې پولیس وايي، د پوځ هغه دوه اسونه یې قابو کړي چې د سهار په ګڼه ګوڼه کې په تېښته بریالي شوي وو.

په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې دا اسونه لیدل کیږي چې پر عمومي سرکونو ځغلي او د بسونو، ټکسیانو او نورو موټرو مخنیوی کوي.

په دغو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پر دواړو اسونو قیضې او زینونه باندې دي او د یو اس سینه او د مخې پښې په وینو پوښل شوي دي.

د لندن ښار پولیسو وویل چې "له پوځي همکارانو سره په ګډه ددغو اسونو د نیولو دپاره هلې ځلې کوي."

د بریتانیې په پلازمینه کې ددغه هېواد یو شمېر سترې پوځي قطعې میشتې دي، او د اکثرو دولتي او شاهي ودانیو شاوخوا زیاتره وخت اسونه تر سترګو کیږي.

د لندن ښار پولیسو وویل چې دوی ته په ځايي وخت سهار اته نیمې بجې د اسونو د تښتېدو په اړه خبر ورکړل شو.

د پولیسو په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "زموږ افسرانو د لیم هاوس سره نږدې په عمومي سرک باندې دا دوه اسونه نیولي دي... موږ د پوځې مسئولینو ته په تمه یو چې راشي او دا اسونه د درملنې دپاره ډاکتر ته یوسي."

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼي لیکلي چې لږ تر لږه پنځو پوځي اسونو پر دوی سپاره سرتیري پر ځمکه غورځولي او په دې پېښه کې لږ تر لږه یو سرتیری ژوبل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG