د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني افغان کډوال بیرته ستنوي


اروپايي هېوادونو په تیره جرمني ته دومره زیات مهاجرین ور روان دي چې له ډیر سخت ازمېښت سره ېې مخامخ کړي دي
اروپايي هېوادونو په تیره جرمني ته دومره زیات مهاجرین ور روان دي چې له ډیر سخت ازمېښت سره ېې مخامخ کړي دي

د اروپايی اتحاد وزیران د دوشنبی په ورځ په یوه بیړنی غونډه کې په برسلز کې سره راټول شول چی د مهاجرینو په زیاتیدونکې او خرابیدونکې ستونزه خبرې وکړي.

په همدې ترڅ کې به دغه مشران د نومبر په دولسمه یعنې د پنجشنبی په ورځ په مالتا کې بیا په یوه عالي غونډه کې د اروپايي اتحآد د افریقايي مهاجرینو په برخه کې ملاقات وکړي چې خپلې مرستې دمهاجرینو لپاره نړۍ والو ادارو ته زیاتې کړي.

خو دمهاجرینو د تم ځای یو مطلوب هیواد جرمني د افغان مهاجرینو له زیات شمېر نه شکایت لري.

د اروپايی آتحاد ٢٨ هیوادونه او دهغوی سره نور شریکان په دې کې پاتې راغلل چی خپلې هغه ژمنې پوره کړي چی اروپاته ورتلونکیو مهاجرینو ته به د سر پناه اونورو ضروریاتو لپاره مالی مرستې برابرې کړي.

خو د لوړې کچې چارواکي په یو لړ نويو مجلسونو کې هڅه کوی چی د دغو نیمگړتیاو چاره وکړي؛ ځکه چې ژمی راروان دی او د کومې بشري غمېزې د احتمالي پېښېدو مخه ونیول شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر تامس دی میزر په برسلز کې خبریالانو ته وویل چې د ده هېواد له افغانستان څخه د ډیرو مهاجرینو د ورتلو په برخه کې اندېښنه لري.

د کورنیو چارو وزیر تامس دی میزر وویل:".. زموږ اندېښنه په جرمني او اوروپا کې داده چې له افغانستان څخه غټ شمېر مهاجرین راروان دي. موږ نه غواړو چی هغوی دلته په نورو هېوادونو کې وویشو. زموږ پېغام د افغانستان خلکو ته دادی چې هماغلته واوسئ. موږ د اروپا په نمایندگۍ وایو چې موږ به مو له ایتالیا او یونان نه مستقیما افغانستان ته بیرته و لیږو".

هغه زیاته کړله چی دمهاجرینو کمیسیون به په ټینگه په دې برخه کې له افغانستان سره خبرې وکړي.

جرمني د هغو مهاجرینو لپاره چې دمنځني ختیځ له تاو تریخوالي اوجگړو نه تښتي د ډیر مطلوب هیواد بڼه غوره کړېده.

له اتو سوو زرو نه تر یو ملیون پورې مهاجرین سږکال ورغلي دي. د ا شمیر د تیرکال د کډوالو په پرتله دوه چنده دی.

یوشمېر هیوادونه چې دمهاجرینو اصلي تم ځایونه گڼل کېږي لکه جرمني، سویډن، اواطریش هغوی ته دومره غټ شمیر مهاجرین ور روان دي چې له ډیر سخت ازمېښت سره ېې مخامخ کړي دي.

داطریش د بهرنیو چارو وزیر له همدې امله وايي پکارده د مهاجرینو د راتگ شمیر کم کړی شي چی کنترول ېې کړی شو.

د اطریش د بهرنیو چارو وزیر سباستین کرز وايي موږ وینو چی زموږ نظام له کنترول نه وتلی دی. هره ورځ تقریبا لس زره کسان مرکزي اروپا ته د نومونو له ثبتولو نه پرته راروان دي. د یونان او ترکېې بندرونه خپلې وظیفې نشي اجرا کولی.

د اروپايي اتحاد هېوادونه له څو مېاشتیو راهیسی له یوبل سره د حل د یوې مشترکې لارې د پیداکولو لپاره له یوبل سره ناندرۍ وهي.

اروپايي کمیسیون د مې په مېاشت کې د څو اړخیز پروگرام وړاندیز کړی و چې په ا روپا کې د مهاجرینو له ډیرو سختو ستونزو سره مقابله وکړي. هغوی داکار وروسته له هغه نه وکړچې له لیبیانه ایتالیا ته د سمندر له لارې کډوالو کې اته سوه مهاجرین په سمندر کې ډوب شول.

ټول ټال کابو اته سوه زره مهاجرین سږکال تراوسه پورې اوروپا ته تللي دي او دهغوی له جملی نه تقریبا درې زره کسان په سمندر کې غرق شوي دي.

XS
SM
MD
LG